کابل ته د افغانستان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی سفر

د افغانستان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیل زاد، د سولې پروسې د چټکتیا او یوې سیاسي هوکړې ته د رسېدو او دایمي اوربند د ټینګښت په برخه کې، د دوامدارو هڅو د یوې برخې په توګه، کابل ته خپل دوه ورځنی سفر پای ته ورساوه.

خلیلزاد د دغه سفر په لړ کې، له ولسمشر غني، د ملي مصالحي د عالي شورا مشر عبدالله عبدالله، نورو سیاسي مشرانو او همدارنګه د ښځو حقونو مدافعینو سره، چې د سولې پروسې د پرمختګ لپاره د هغوی رول مهم ګڼل کېږي، وکتل.

ښاغلی خلیلزاد همدارنګه د مدني ټولنو د مشرانو سره په یو شمېر ګردۍ مېزونو کې ګډون وکړ، ترڅو د سولې پروسې د یوې برخې په توګه د تېرو ۲۰ کلونو د لاسته راوړنو د خوندیتوب په اړه، بحث وکړي. سفیر خلیلزاد په خپلو دغو بحثونو کې، د دې لپاره چې د یو عادلانه او تلپاتې سولې د ټینګښت په برخه کې له افغانانو سره مرسته وشي، د سولې په پروسه کې د سیاسي ګوندونو، مدني ټولنو او رسنیو پر مهمه ونډه ټینګار وکړ. سفیر خلیلزاد همداراز ډاډ وکړ، چې متحده ایالات د سولې پروسې د ملاتړ په موخه، په راتلونکي کې د بېلابېلو ناستو له لارې به له خپلو متحدینو، شریکانو او سیمه ییزو هېوادونو سره خپلو مشورو ته دوام ورکړي.