په کابل کې د امریکا د متحده ایالتونو په سفارت کې د ویزې د پړاونو په اړه تازه معلومات
وروستی بدلون: ۲۰ اگست، ۲۰۲۱
په کابل کې د امریکا د متحده ایالتونو د سفارت قونسلي برخه تړلې ده. د عادي ویزې لپاره د لېدنې وخت نشته او په سفارت کې د لېدنې ټول وختونه، د کډوالۍ د ځانګړې ویزې د پروګرام په ګډون، لغوه شوي دي.
د امریکا د باندنیو چارو وزارت ټولې هڅې، د حامد کرزي له نړیوال هوايي میدان څخه د خلکو د ایستلو لړۍ ته ځانګړي شوې دي. زموږ لومړیتوب د متحده ایالاتو وګړي، د متحده ایالاتو قانوني دایمي اوسیدونکي او پر شرایطو برابر د هغوی د کورنیو غړي دي. موږ همداراز د څو ګټګوریو کسانو ته – د سیمه ایزو کارکوونکو، د ملګرو هېوادونو او نړېوالو سازمانونو کارکوونکو ته چې موږ ورسره هوکړه لیکونه لرو، د ځانګړې کډوالۍ د ویزې لرونکو او د هغه غوښتونکو ته، د خاصې ویزې غوښتونکو ته، هغه افغانان چې د P1/P2 د کډوالۍ پروګرامونو ته پر شرایطو برابر دي او هغه افغانان چې له ګواښ سره مخ دي – لومړیتوب ورکوو.
د کډوالۍ د ځانګړې ویزې د غوښتونکو په ګډون، د کډوالۍ د ویزې غوښتونکي د تازه معلوماتو د ترلاسه کولو لپاره باید د متحده ایالاتو د دولت رسمي ویب پاڼې لکه travel.state.gov وڅارئ. د کډوالۍ د ویزې متقاضیان چې له افغانستان څخه بهر دي کولای شي چې خپله دوسیه د پروسې د بشپړولو لپاره د امریکا د متحده ایالاتو تر ټولو نژدې سفارت یا قونسلګرۍ ته د لیږدولو غوښتنه وکړي. د دوسيې د لېږدولو لپاره مهرباني وکړئ خپله غوښتنه ددغې فورمې له لارې د ویزې ملي مرکز ته ولیږئ. https://nvc.state.gov/inquiry
موږ د هغو افغانانو د پروسس او بل ځای ته د هغوی د لیږدولو لپاره چې زموږ سره یې یا زموږ په استازي توب په تیرو کلونو کې کار کړی دی، خپلې هڅې کړندې کوو. هغه افغانان چې د کډوالۍ د ځانګزې ویزې لپاره په شرایطو برابر دي خو تر اوسه یې خپل غوښتنلیکونه ندي سپارلي هڅول کیږي چې د چارو د لا چټکټیا لپاره، خپله بشپړه بسته د ویزې ملي مرکز (AfghanSIVapplication@state.gov) ته ولیږي.
د کډوالۍ د ځانکړې ویزې د پروسس په اړه او دا چې خپلې پوښتنې له چا وپوښتئ، مهرباني وکړئ د هغو افغانانو لپاره چې د امریکا د متحده ایالاتو د دولت لخوا یا هم په استازیتوب کار کاوه، د کډوالۍ ځانګړو ویزو ته مراجعه وکړئ.
د کډوالۍ د ځانګړې ویزې د پروګرام په اړه د عمومي مالوماتو د ترلاسه کولو لپاره کولای شئ له 0016065267594 یا AfghanSIVApplication@state.gov اړیکه ونیسئ. د اړیکې د نیولو دغه مالومات یواځې د کډوالۍ د ځانګړې ویزې د پروګرام په اړه د عمومي مالوماتو د ترلاسه کولو لپاره دي. موږ نشو کولای پر دې شمېرې یا ایمیل باندې تاسو ته د خلکو د راویستلو یا بیړني حالت په تړاو د مرستې مالومات درکړو.
ستاسو د مخکې ټاکل شوي سفر موخه او نور واقعيتونه، د متحده ایالاتو د کډوالۍ/مهاجرت د قانون سره سم د ویزې نوعیت په ګوته کوي. د ویزې د یوه غوښتونکي په توګه، اړينه ده چې د خپلې ویزې د ترلاسه کولو لپاره د شرایطو د پوره کولو ټولې اړتیاوې او الزامات وړاندې کړئ.
د بیلابیلو ویزو د نوعيت د لارښود نوملړ په دغه لېنک (https://travel.state.gov/content/visas/en.html) کی وګورئ، تر څو مالومه شي کوم ډول ويزه د هغې موخې لپاره چې تاسو غواړی متحده ایالاتو ته سفر وکړی، مناسبه ده.
ځانګړې خبرتیا: د ولسمشرۍ د اعلان له مخې، د هانګ کانګ او مکاو د ځانګړو خودمختاره سیمو په استثناء، متحده آیالتونو ته د هغو بهرنیانو ننوتل چې د متحده آیالتونو د دخول بندر ته له رارسیدو څخه وړاندې په ۱۴ ورځو کې دننه چین ته تللي وي، وځنډول شول. که چیرې تاسو اوس په چین کې یاست، یا مو پدې وروستیو کې چین ته سفر کړی دی، یا متحده آیالتونو ته د خپل پلان شوي سفر څخه دمخه چین ته د سفر اراده لرئ، تاسو ته سپارښتنه کیږي چې له چین څخه له وتلو وروسته، خپله د ویزې مرکه د 14 ورځو لپاره وځنډوئ.
ویزه څه ده؟
په معموله توګه د یوه بهرني هیواد تبعه چې غواړي د متحده ایالاتو خاورې ته ننوزي، ښايي تر ټولو مخکې د متحده ایالاتو ویزه تر لاسه کړي چې د مسافر په پاسپورت کې، په هغه مسافرتي سند کې چې د متبوعه هیواد له خوا صادر شوی نصب وي.
کیدای شي ځیني نړیوال مسافران چې په شرایطو برابر وي، د ويزې د درلودلو پرته متحده ایالاتو ته سفر وکړي. د دغه ویب سایټ د ویزې برخه، هغو بهرنيو اتباعو ته چې غواړي متحده ایالاتو ته سفر وکړي، د متحده ایالاتو د ویزو ډ ټولو ډولونو په اړه بشپړ مالومات وړاندې کوي.
(یادښت: د متحده ایالاتو اتباع، متحده ایالاتو ته د سفر په موخه ویزې ته اړتیا نه لري، خو کله چې غواړي د هیواد څخه بهر ته سفر ورکړي، ښايي د هماغه هیواد د سفارت څخه ویزه تر لاسه کړي).
زموږ سره اړیکه
KabulNIV@state.gov د ناکډوالۍ/غیرمهاجرت ویزې:
KabulIV@state.gov د کډوالۍ/مهاجرت ویزه:
د پیرودونکو خدمات اعلامیې
د بهرنیو چارو وزارت د ویزو د اخيستلو پروسه په ډیر جدیت او منصفانه توګه اداره کوي څو په غوره توګه د متحده ایالاتو څخه ساتنه وکړي. موږ په هغه ريښتينولۍ چې متحده ایالات تل ورباندې شهرت لري، ژمن یو. متحده ایالاتو ته ستاسو د سفر هرکلی کیږي.
مونږ د ویزې غوښتونکي ته د لاندینیو ټکو ژمنه ورکوو:
آن د ویزې د نه ورکولو په صورت کې مونږ ستاسو سره په عزت او درناوی چلند کوو.
مونږ ستاسو سره د یوه واحد شخص او ستاسو غوښتنې ته د یوې واحدې قضیې په توګه چلند کوو.
مونږ به دغه ټکي په پام کې ساتو چې کیدای د ویزې مرکه تاسو ته یوه نوې تجربه وي، ستاسو د وېرې لامل شي، او ښایې په ترڅ کې يې پریشان واوسېږئ.
مونږ به د ویزې د مرکې لپاره د ټاکل شوي لږ او د لاسرسي وړ وخت څخه ډېره ګټه واخلو تر څو ستاسو د موخو او د سفر له پلانونو څخه د شونتيا تر کچې يو بشپړ انځور تر لاسه شي.
مونږ به د شته سرچینو په کارولو سره هڅه وکړو چې په مناسبه توګه ټولو غوښتونکو ته د ليدنې کتنې د وخت په ترلاسه کولو کې مرسته وشي، او د سوداګرۍ، تحصیل او نورو مهمو اړتیاو په وخت د سفر اجازه پیدا کړي.
مونږ به د ویزې د شرایطو او د غوښتنليکونو د بېلابېلو پړاوونو د بهير په اړه کره او بشپړ مالومات د سفارت او یا د قونسلګرۍ په ویبپاڼه کې اعلان کړو.
مونږ به د ناګډوالۍ/غیرمهاجرت ویزې د ترلاسه کولو لپاره د ليدنې کتنې د انتظار د وختونو په اړه مالومات د سفارت د وېبپاڼې په http://travel.state.gov تړون يا لينک کې برابر کړو.
مونږ به د ویزې د نه صادرېدو دلیلونه تاسو ته روښانه او بيان کړو.
سربیره پر دې، که چېرې تاسو:
محصل/زده کوونکی یاست، موږ به هڅه وکړو چې ډاډ تر لاسه شي چې د ليدنې کتنې وخت ترلاسه کړئ او که چیری پر شرایطو برابر یاست تاسو ته به په خپل وخت ویزه درکړل شي تر څو ژر تر ژره خپل لوست پیل کړئ.
د بيړنيو طبی او بشری حالاتو مسافر یاست، مونږ به د هغو کسانو اړونده پړاوونه چې د بیړنيو حالاتو سره مخامخ دی او ژوند یې په خطر کې دی چټک کړو.
د سوداګريزو موخو مسافر ياست، مونږ به د سوداګريز سفر د تسهيل او آسانولو لپاره وړ او مناسب میکانیزمونه را منځته کړو او د امريکايي سوداګری/شرکت لپاره به ځانګړي موارد چټک کړو.
په ورته وخت کې، مونږ له تاسو، د ویزې د غوښتونکو څخه هیله کوو چې لاندې ټکې ترسره کړي:
د خپل سفر پلان او د ویزې غوښتنلیک د شونتيا تر کچې مخکې له مخکې برابر کړئ.
خپل غوښتنليک په بشپړه او کره توګه ډک کړئ.
د خپلو موخو او پروګرامونو د وړاندې کولو لپاره چمتو واوسئ.
د خپلې مرکې لپاره پوره چمتو واوسئ تر څو په لنډه او روښانه توګه خپلې موخې بيان کړئ.