د متحده ايالاتو سفارت د ځوانانو د پيوستون او د انګليسي ژبې د زده کړې د کمپ ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه

13 مارچ 2016

د ۲۰۱۶ کال د مارچ په ۱۰مه نېټه، په کابل کې د امریکا د متحده ايالاتو سفارت د ۵۹ افغان ځوانانو او د هغوی د ۶ تنو افغان روزونکو د ښه راغلاست د غونډې کوربه وو چې د ځوانانو د پيوستون او د انګليسې ژبې د زده کړې په کمپ کې يې برخه اخيستې وه. د دغه پروګرام ګډونوال د کابل، ننګرهار، جوزجان او هرات ولايتونو څخه سره راټول شوي وو او د انګليسي ژبې د مهارتونو د بډاينې، د امريکايي دود، فرهنګ او سپورټونو د زده کړې، او د ترکيي د ځايي دوديزو فرهنګي ځايونو د کتنې او پلټنې په موخه يې څلور اونۍ د ترکيې په انتاليا کې تيرې کړې وې. دغه پروګرام چې اوس مهال يې نهم کال دی، په کابل کې د امريکا د متحده ايالاتو د سفارت له خوا تمويليږي.

هېواد ته د بېرته ستنېدو په وياړ د ښه راغلاست د غونډې په ترځ کې، (۱۵-۱۷ کلنو) زده کوونکو خپلې لاسته راوړې تجربې شریکې کړې، هغه څه يې چې په کمپ کې زده کړي وو بيان کړل او د متحده ايالاتو په سفارت کې يې د امريکايانو سره د خپلې انګليسي ژبې نوي مهارتونه تکرار کړل. په کابل کې د امریکا د متحده ايالاتو د سفارت مرستيال مایکل راينور، زده کوونکي وهڅول چې د انګليسي ژبې د مهارتونو او متقابل فرهنګي پوهاوي څخه چې په کمپ کې يې ترلاسه کړی ګټه واخلي، او ويې ويل: “دغه مهارتونه ځانګړی ارزښت لري او تاسو کولای شی د تحصيلي بورسيو د ترلاسه کولو، د خوښې وړ دندو د موندلو او د خپلو تګلارو سره سم د نورې نړۍ سره د افغانستان د نښلولو لپاره ترې کار واخلئ.”

د تعليمي مبادلې پروګرامونه چې د متحده ايالاتو د سفارت له خوا تمويلېږي، د افغانستان لپاره د اړتيا وړ بشري ظرفيتونو د برابرولو د هڅو په لړ کې، تر ټولو ښه او وړ بالقوه افغان مشران غوره کوي تر څو روزنې تر لاسه کړي يا خپلو لوړو زده کړو ته دوام ورکړي. د متحده ايالاتو سفارت د انګليسي ژبې د زده کړې يو شمېر بېلابېل پروګرامونه تمويلوي، چې هر کال تر دوو زرو زيات ځوانان چې په انګليسي ژبه خبرو کولو ته لېوال دي، په کې برخه اخلي. د امریکا د متحده ايالاتو د سفارت د انګليسي ژبې د پروګرامونو او د افغانانو لپاره د نورو علمي فرصتونو په اړه لا زيات مالومات، په کابل کې د امريکا د متحده ايالاتو د سفارت د وېب پاڼې څخه تر لاسه کولای شئ.