19 اپریل 2016
کابل نن د يوه خونړي تررويستي بريد شاهد وو چې طالبانو يې مسئوولیت ومانه. دغه برید د طالبانو له خواد افغانستان خلکو ته د زیان اړولو دوام څرګندوي. د امریکا د متحده ايالاتو سفارت دغه بې مانا تروریستي بريد په کلکه غندي. افغانستان سولې او امنیت ته اړتيا لري او د هغې مستحق دی، نه داسې بريدونو ته چې ښوونځي ته د خپلو ماشومانو رسوونکي والدین، خپل کار ته په لاره کاريګر، او د خپلو هېوادوالو دفاع ته را ولاړ شوي کسان يې قرباني شي.
مونږ د دغې پېښې د زیانمنو کورنیو او ملګرو ته خپله خواخوږي ښکاروو او د ټپيانو د بيړنۍ روغتيا هيله من يو. مونږ د افغانستان د خلکو تر څنګ ولاړ یو او د افغانستان د دولت د سولې د داسې بهير څخه چې د بېګناه خلکو پر وړاندې بې رحمانه بريدو ته په يوه وار او د تل لپاره د پای ټکی کښېږدي، خپل ملاتړ ته دوام ورکړو.