د انجينير ایشچي‌ د خوشي کېدو په اړه د امریکا د متحده ايالاتو د سفارت اعلامیه

13 دسمبر 2016

په کابل کې د امريکا د متحده ايالاتو سفارت د انجنير احمد ايشچي د خوشي کېدلو هرکلی کوي.‌ د ولسمشرۍ د لومړي مرستيال له خوا د ښاغلي ايشچي د ناقانونه نيولو او ورسره د ناوړه چلند رپوټونه د کلکو اندېښنو د رابرسېره کېدو لامل شوي دي. د اړونده تورونو د بيړنۍ څېړنې له کبله به مونږ د افغانستان د حکومت بيړني اقدام ته ښه راغلاست ووايو.‌

خپلواک او ځواکمن عدلي سېستم د هرې باثباته ټولنې بنسټ جوړوي.‌ د افغانانو غوښتنه د بشر حقونو ته د درناوي او د قانون د حاکميت څخه پرته بل څه نه ده. مونږ په داسې حال کې د افغانستان د خلکو تر څنګ ولاړ پاتې کېږو چې د ټيکاولرونکې، سوله ايزې او سوکاله راتلونکې د لاسه راوړلو لپاره هڅه او هاند کوي.‌