د کوچني اختر په وياړ په کابل کې د امريکا د متحده ايالاتو سفارت بیانیه

5 جولای 2016

په کابل کې د امریکا د متحده ایالاتو سفارت د افغانستان خلکو ته د کوچني اختر د را رسيدو په مناسبت خپلې نیکي هیلې وړاندې کوي. ميليونونه امریکایی مسلمانان هم دغه اختر لمانځي او په افغانستان کې د نورو کورنیو په څېر، د رخصتیو په ورځو کې د اړو او بې وزلو کسانو خبر اخلي او همدارنګه، له خپلو کورنیو او ملګرو سره یوځای وخت تېروي.

د امریکا خلک د افغانستان د خلکو او حکومت څخه چې د يوې سوله ايزې او ښېرازه راتلونکې لپاره زیار باسي، خپل ملاتړ ته دوام ورکړي. موږ تاسو ته سولیز او د خوښیو ډک اختر غواړو.