د امريکا د متحده ايالاتو سفارت په کابل کې په جومات بريد غندي

12 نوامبر 2016

مونږ په کابل کې ننی بريد چې په جومات کې يې لمونځ کوونکي په نښه کړل، په کلکه غندو او په دغه غمجن بريد کې د وژل شويو کسانو کورنیو او ملګرو ته ډاډګېرنه وړاندې کوو او د ټپيانو د بيړنۍ روغتيا هيله لرو.

د افغانستان د سولې او پرمختګ دښمنانو د دغه بريد په ترسره کولو سره يو ځل بيا څرګنده کړه چې ديني شعائرو او د ګډ ژوند ارزښتونو ته پاملرنه او درناوی نه لري. لکه څرنګه چې په تېره مياشت کې د بروکسل په غونډه کې ثابته شوه، متحده ايالات او زمونږ نړيوال همکاران ژمن دي چې د روښانه او غوره راتلونکې د جوړولو لپاره به د افغانستان د خلکو تر څنګ پاتي شي.