په کابل کې د متحده ايالاتو سفارت د جنوري په ۲۰ نېټه د رسنۍ پرکارکوونکو برید غندي

20 جنوری 2016

په کابل کې د امريکا د متحده ايالاتو سفارت د ننې شپې هغه برید چې په کابل کې د یوې رسنۍ د کارکوونکو پر موټر ترسره شو په کلکو ټکو غندي. مونږ په دغه سخت وخت کې د دغې پېښې زیانمنو او د هغوی کورنیو د ته خپله خواخوږي څرګندوو. د هغو کسانو وژنه به هیڅکله افغانان له خپل نړیوال انساني حق، د بیان آزادۍ څخه محروم نه کړي چې د روزني، ویښونې او سرګرمۍ په برخه کې کار کوي. په تیرو څوارلس کلنو کې، پیاوړي رسنۍ د افغانانو یو له سترو لاسته راوړونو څخه شمیرل کیږي. موږ د امنیت د خوندي کولو او سولي د راوستو په چاره کې له افغان دولت او خلکو سره ولاړ یو.