22 سپتمبر 2016
په سوله ايز ډول د افغانستان د جګړې د ختمولو د يوه ګام په توګه، مونږ د نني هوکړه لیک هرکلی کوو چې د افغانستان د حکومت او د ګلبدین د اسلامي حزب تر منځ د خبرو اترو په پایله کې لاسلیک شو. د امريکا متحده ايالات د افغانستان په مشرۍ او مالکيت، د سولې د يوه داسې بهير څخه خپل ملاتړ ته دوام ورکوي چې د دولت د وسله والو مخالفينو له خوا د منازعې او تاوتريخوالي د درېدو، د تروريستې ډلو سره د اړيکو د پرېکوڼ، او د ښځو او لږکيو د حقونو څخه د ساتنې په ګډون د افغانستان د اساسي قانون د منلو لامل شي.