د ګلبديڼ حکمتيار د راستنېدو په اړه په کابل کې د امريکا د متحده ايالاتو د سفارت اعلاميه

د امريکا متحده ايالات د ملي يووالي د حکومت د هغو اقداماتو هرکلی کوي چې د ګلبدين حکمتيار په مشرۍ د افغانستان د اسلامي حزب د استازو سره د سولې د لاسليک شوي هوکړه‌ليک د پلي کېدو لپاره يې د خپلو ژمنو د ترسره کولو په برخه کې ترسره کړي دي. دغې حياتي موخې ته د رسېدو لپاره پر له پسې او بريالی پرمختګ، په دې وروستيو کې افغانستان ته ګلبدين حکمتيار په راستنېدو سره څرګند شو. مونږ دغه ګام په افغانستان کې د سولې او ټيکاو د ټېنګېدو لپاره د افغانستان د حکومت د ژمنتيا روښانه نښه بولو چې په پای کې به د افغانستان د خلکو په ګټه تمام شي. ډېره روښانه ده چې افغانان سولې ته زښت زيات لېوال دي، د سولې دغه هوکړه‌ليک به د افغانانو يوځای کېدو او يوموټي‌توب ته لاره هواره کړي او د ټولو لوريو خونديتوب او امنيت به تضمين کړي. د امريکا متحده ايالات به په افغانستان کې د سولې د داسې بهير څخه خپل ملاتړ ته دوام ورکړي چې مشري او ملکيت يې د افغانانو په غاړه وي، په پايله کې يې وسله والې ډلې د تاوتريخوالي څخه لاس واخلي، د نړيوالو تروريستي ډلو سره خپلې اړيکې وشلوي، او د ښځو او لږکيو د حقونو څخه د ساتنې په ګډون د افغانستان اساسي قانون ومني.