د کندهار ولایت څخه د امريکا د متحده ايالاتو د سفارت د ځانګړي شارزدافېر، سفیر هوګو لارِنس ليدنه

کندهار – د امریکا د متحده ايالاتو د سفارت ځانګړي شارزدافېر سفير هوګو لارِنس نن د کندهار د ولايت څخه ليدنه وکړه او د کندهار د والي د مرستيالانو، عبدالحنان منيب او حاجي آغا لالي دستګیري، او د کندهار د امنيه قوماندان ډګر جنرال عبدالرازق سره يې خبرې اترې وکړي.

د لیدنو کتنو په ترڅ کې، سفير لارِنس د امریکا د متحده ايالاتو او افغانستان د اوسني مشارکت په اړه او د ولايتي امنيت، اقتصادي اصلاحاتو، د مخدره توکو پر ضد مبارزې، او پراختيايي پروژو څخه د امريکا د متحده ايالاتو د ملاتړ د دوام په تړاو خبرې وکړي.

سفير هوګو لارِنس د افغانستان د تېرې لسيزې لاسته راوړنې او پرمختګونه په ګوته کړل او د افراطي ډلو او د هغوی د اغېز د له منځته وړلو لپاره يې په اوږدمهاله هڅو ټينګار وکړ. د امريکا متحده ايالاتو د ۲۰۱۰ کال څخه را په دې خوا په کندهار ولايت کې د سړکونو، ښوونځيو، کلينيکونو او امنيتي زیربناوو په ګډون، د پراختيايي پروژو د جوړولو لپاره ۴۳۶ ميليون ډالره مرسته کړې ده.

سفير لارِنس  د خپلو خبرو په ترڅ کې وويل: “د امريکا متحده ایالات د افغانستان د خلکو تر څنګ خپل اوږه په اوږه درېدو ته دوام ورکوي، نن د کندهار ولايت مقاماتو د متحده ايالاتو او نړيوالې ټولنې په مرسته، يوه لا ټيکاو لرونکي، سوله ايز او سوکاله ولايت ته د رسېدو لپاره د خپلو هڅو او هاند په ژمنه، ټينګار وکړ.”

د امريکا متحده ايالات د کندهار په ولايت کې د مدني ټولنې او اقتصادي پراختيا د ځواکمنېدو او د امنيت د ښه‌والي په موخه د زيات شمېر اقتصادي او پراختيايي پروژو څخه ملاتړ کوي. د فساد او مخدره توکو پر ضد د مبارزې، او د کرنې، روغتيا، پوهنې او ښې حکومتولۍ د دودولو په وسيله، ټوليزه پراختيا په اقتصادي وده باندې تمرکز لري.