د متحده ايالاتو سفارت د تعليمي مبادلې د پروګرامونو د فارغانو لپاره د کارموندنې د غونډې کوربه توب وکړ

3 مارچ 2015

د ۲۰۱۶ کال د مارچ په ۲ مه نېټه، په کابل کې د امريکا د متحده ايالاتو سفارت، د تعليمي مبادلې د هغو پروګرامونو فارغانو ته د کارموندنې او شبکې جوړونې د غونډې کوربه وو چې د متحده ايالاتو د سفارت له خوا تمويلېږي. په دغه غونډه کې د تعليمي مبادلې د پروګرامونو تر ۴۵ تنو څخه زياتو فارغانو د خصوصي شرکتونو، وزارتونو، کارورکوونکو سازمانونو، د متحده ايالاتو د نړيوالې پراختيايي ادارې (USAID)، او غیر حکومتي مؤسسو په ګډون د ۲۲ بالقوه کار ورکوونکو سره ليدنه کتنه وکړه. د غونډې ډېری برخه وال د فولبرايټ پروګرام ګډونوال وو. د متحده ايالاتو سفارت د فولبرايټ پروګرام د لارې، د اړونده شرايطو سره د سمو افغانانو لپاره تحصيلي بورسيې وړاندې کوي تر څو د ماسټرۍ او ډوکټورا په کچه د متحده ايالاتو د لوړو زده کړو په بنسټونو کې زده کړې ترلاسه کړي.

د تعليمي مبادلې پروګرامونه چې د متحده ايالاتو د سفارت له خوا تمويلېږي، د افغانستان لپاره د اړتيا وړ بشري ظرفيتونو د برابرولو د هڅو په لړ کې، تر ټولو ښه او وړ بالقوه افغان مشران غوره کوي تر څو په متحده ايالاتو کې روزنې تر لاسه کړي يا لوړو زده کړو ته دوام ورکړي.

د فولبرايټ پروګرام څخه ۹۵ سلنه فارغ شوي کسان په عملي توګه دندې لري، په داسې حال کې چې د باندنيو ژبو د زده کړې پروګرام (FLTA) او د لوړو زده کړو د بنسټونو د نويو ښوونکو پروګرام (AJFDP) د استخدام يا په دنده د ګومارنې کچه ۱۰۰ سلنه ده. د متحده ايالاتو سفارت او د امريکا د متحده ايالاتو د تعليمي مبادلې د پروګرامونو د فارغانو بنسټونه کله ناکله د شبکې جوړونې همداسې پروګرامونه جوړوي تر څو د متحده ايالاتو د تعليمي او فرهنګي مبادلې د پروګرامونو د فارغانو سره د ښو دندو د موندلو په برخه کې مرسته وکړي.

په روان کال کې د فولبرايټ پروګرام د مارچ تر ۲۰ مې نېټې پورې غوښتنليکونه مني. د تعليمي مبادلې د پروګرامونو او د غوښتنليکونو د سپارلو د څرنګوالي په اړه بشپړ مالومات په کابل کې د امریکا د متحده ايالاتو د سفارت د انټرنټ پاڼې څخه ترلاسه کولای شئ.