د سترې محکمې سره د امریکا د متحده ايالاتو د سفارت تخنيکي مرسته

U.S. Embassy Donates Technical Equipment to the Supreme Court

په کابل کې د امریکا د متحده ايالاتو د سفارت ځانګړي شارزدافېر، سفير هوګو لارِنس نن په هغه غونډه کې چې په ستره محکمه کې جوړه شوې وه ګډون وکړ او د داسې قضايي سېسټم د لوړېدو په چاره کې د مرستې په موخه يې د ۱۰۹ زره ډالرو په ارزښت تخنيکي وسايل او اداري تجهيزات بسپنه کړل چې د افغانستان د خلکو په چوپړ کې دی. د غونډې په ترڅ کې، د يادو تجهيزاتو بسپنې ته د رسمي بڼې ورکولو په موخه، سفير لارِنس او قاضی‌القضات سید يوسف حليم يو مکتوب لاسليک کړ.

د امريکا د متحده ايالاتو سفارت د افغانستان د عدلي سکټور د ملاتړ د پروګرام (JSSP) له لارې، د محکمو د اداري کړنو د ظرفیت د لوړولو لپاره، لارښوود روزونکي، روزنيز پروګرامونه، وسايل او تجهيزات برابر کړي دي. د سترې محکمې کارکوونکو دغه وسايل او تجهيزات چې ميزپاسي کمپيوټر، ورون‌پاسي کمپيوټر، چاپوونکي يا پرېنټر، ځيرګر يا سکنر، د فوټوکاپۍ ماشينونه او دفتري فرنيچر په کې شاملېږي، د محکمو د اداري کړنو د بشپړولو لپاره د يوې اړتيا په توګه په ګوته کړل.

سفير لارِنس د خپلو خبرو په ترڅ کې وويل: “متحده ايالات ژمن دي چې د افغانستان د عدلي سېسټم او د هغو کسانو د هلوځلو څخه ملاتړ وکړي چې د ټولو افغانانو لپاره عدالت ته د لاسرسي د ځواکمنولو او پياوړتيا په برخه کې هڅې کوي. د دغو وسايلو او تجهيزاتو بسپنه به د دې لامل شي چې د سترې محکمې کارکوونکي خپلې اړونده ارزښتمنې دندې په خورا اغېزمنه توګه ترسره کړي.”

د دغو وسايلو او تجهيزاتو بسپنه په افغانستان کې د قانون د حاکميت د پياوړتيا په موخه د امريکا د متحده ايالاتو د سفارت د اوږدمهاله ژمنتيا څرګندونه کوي.