د امريکا د متحده ايالاتو د سفارت له خوا د محبسونو او توقیف‌خونو لوی رياست ته د امنيتي تجهيزاتو ورکړه

U.S. Embassy Donates Security Equipment to the GD of Prisons and Detention Centers

د روان کال د اپرېل په ۱۰مه نېټه، په کابل کې د امریکا د متحده ايالاتو د سفارت ځانګړي شارزدافېر، سفير هوګو لارِنس په هغه غونډه کې چې د محبسونو او توقیف خونو په لوی رياست کې جوړه شوې وه ګډون وکړ تر څو په محبسونو او توقیف خونو کې په ښه توګه د امنيت د خوندي کېدو او په غوره ډول د اړونده کړنو د ترسره کېدو په موخه د ۷۷۲ زره ډالرو په ارزښت وسايل او تجهيزات د محبسونو او توقیف خونو لوی رياست ته اهداء کړي. د غونډې په ترڅ کې، د يادو تجهيزاتو اهداء ته د رسمي بڼې ورکولو په موخه، سفير لارِنس او د محبسونو او توقیف خونو رئيس لوی پاسوال عبدالعلیم کوهستانی يو مکتوب لاسليک کړ.

د امريکا د متحده ايالاتو سفارت د افغانستان د محبسونو د سېسټم د ملاتړ پروګرام (CSSP) له لارې، د داسې سېسټم د رامنځته کولو لپاره چې د افغانستان ولس ته غوره خدمتونه وړاندې کړي، لارښوود روزونکي، روزنيز پروګرامونه، وسايل او تجهيزات برابر کړي دي تر څو د اداري، امنيتي او نورو اړونده کړنو لپاره د محبسونو د سېسټم ظرفیت لوړ شي. د محبسونو او توقیف خونو لوی رياست کارکوونکو دغه وسايل او تجهيزات چې د تلاشۍ موندونکې وسيلې، د هوايي بريد د خبرداري زنګونه، د بلوا ضد اړمونه، د ټيليفوني موجونو موندونکې وسيلې، او کانکرېټي دېوالونه په کې شاملېږي، د امنيتي مهمو دندو د ترسره کولو لپاره د يوې اړتيا په توګه په ګوته کړل.

سفير لارِنس د خپلو خبرو په ترڅ کې وويل: “متحده ايالات ژمن دي چې د افغانستان د محبسونو د سېسټم او د هغو کسانو د هلوځلو څخه ملاتړ وکړي چې د ټولو افغانانو لپاره د امنيت د خوندي کولو او ټينګښت په برخه کې هڅې کوي. د دغو وسايلو او تجهيزاتو بسپنه به د دې لامل شي چې د محبسونو او توقیف خونو لوی رياست کارکوونکي خپلې اړونده ارزښتمنې دندې په خورا اغېزمنه توګه ترسره کړي.”

د دغو وسايلو او تجهيزاتو بسپنه د محبسونو د داسې خوندي او امن سېسټم د رامنځته کولو او پراختيا لپاره چې انساني کرامت په کې رعايت شي او د ټولو نړيوالو منل شويو معيارونو سره سمون ولري، د متحده ايالاتو او افغانستان د ژورو همکاريو څرګندونه کوي.