د امريکا سفارت په کابل کې بريدونه غندي

6 سپتمبر 2016

موږ دفاع وزارت ته څیرمه پر امنیتي سرتیرو د تیري ورځي خونړي بریدونه په کلکه غندو.

د امریکې د متحده ایالاتو سفیر پي مایکل مکینلي وویل:” مونږ د دغې پېښې د زیانمنو او د دوی له کورنيو سره خپله ژوره خواخوږي څرګندوو. دغه ناوړه بریدونه د طالبانو بې رحمۍ په څرګنده ټوګه ښیې چې دوی د افغانستان د  بې ګناه نارنیه، ښځو او ماشومانو ژوند ته درناوی نه لري. مونږ د ټولو بې ګنا کسانو او په افغان امنیتي ځواکنونو کې د خپلو ثابت قدمو شریکانو پر مړیني غمجن یو.‌ دا زړور نارينه او ښځي په افغانستان کې د سولې د يوه نوي پېرد راوستلو په موخه نه ستړی کیدونکی هڅې کوي. موږ او په افغانستان کې زموږ نور ملګرې به له دوی سره ټینګ پاتې شو څرنګه چې دوی د ښاریانو د امنيت د خوندي کولو او ولس ته د تل پاتې سولې پر راوستلو هڅې کوي“.