23 جولای 2016
د متحده ايالاتو سفارت، په کابل کې هغه بمي بريد په کلکو ټکو غندي چې د يوې سوله ايزې مظاهرې په ترڅ کې د هغو بېګناه ملکي وګړو ژوند يې واخيست چې د خپل قانوني حقونو غوښتونکي ول. مونږ په دې توګه د پېښې د قربانیانو د کورنيو او دوستانو سره خپله ژوره خواخوږي څرګندوو او ځانونه يې په غم کې شريک بولو، او د ټپيانو د بيړنۍ روغتيا هيله لرو.
مونږ به د خپلو افغان همکارانو او دوستانو څخه چې افغانستان ته د سولې او امنيت د راوستو لپاره هلې ځلې کوي، خپل ملاتړ ته دوام ورکړو.