17 جنوری 2016
مونږ د جلال آباد ننی بريد چې د ننګرهار د ولایتي شورا د غړي عبیدالله شينواري کور يې په نښه کړ او لږ تر لږه د ۱۳ تنو د وژل کېدو او ډېرو نورو د ټپي کېدو لامل شو، په کلکه غندو. مونږ په دغه بريد کې د وژل شويو کسانو کورنیو او ملګرو ته ډاډګېرنه وړاندې کوو او د ټپيانو د بيړنۍ روغتيا هيله لرو. د يوه ځواکمن متحد په توګه به متحده ايالات د يوه ولسواک افغانستان په څنګ کې پاتې وي.