د امريکا د متحده ايالاتو سفارت پر پاملرنه نړیوالې موسسې بريد غندي

6 سپتمبر 2016

موږ په کابل کې د پاملرنې پر نړیوالې موسسې خونړی برید په کلکه غندو. د پاملرنې موسسې کارکونکې د افغانستان د یوه روښانه راتلونکې د جوړونې لپاره مرسته کوي.  د دوی هڅې د خلکو ژوند ژغوري، د ښځو د پیاوړتیا سبب ګرځي،  فقر کموي او د ټولو افغانانو لپاره فرصتونو ډیروي. مونږ د دغې پېښې د زیانمنو  کورنيو او ملګرو سره خپله خواخوږي څرګندوو او په دغه بريد کې د ټپي شويو کسانو  بيړنۍ روغتيا ته هيله من يو.

د امریکا سفارت، د افغانستان د امنیتي سرتیرو شهامت او شجاعت ستایي چې وتوانیدل ۴۲ تنه ملکي وګړي وژغوري او د وسلوالو برید شند کړي. د امريکا متحده ايالات ژمن دی څو له نړیوالې ټولنې او له خپلو افغانو همکارانو سره کار وکړي تر څو هغو پرمختګونو ته وده ورکړي د افغانستان خلکو په تیرو ۱۵ کالو کې ترلاسه کړي دي.