د امریکا د متحده ايالاتو سفارت د افغانستان په امریکایي پوهنتون باندې بريد غندي

25 اګست 2016

مونږ په کابل کې د افغانستان په امریکايي پوهنتون باندې پرونی بدمرغه بريد غندو. د افغان محصلينو او د پوهنتون د کارکوونکو په نښه کول چې د افغانستان د راتلونکې د پرمختيا لپاره کار کوي، يوه ظالمانه او ډارنه هڅه ګڼل کېږي.

په افغانستان کې د متحده ايالاتو سفير مایکل مکېنلي وویل: “مونږ د دغې پېښې د قربانيانو کورنیو، همکارانو او ملګرو ته خپله ژوره خواخوږي وړاندې کوو او د ټپيانو د بيړنۍ روغتيا هيله من يو. مونږ به د افغانستان د خلکو په وړاندې چې د تلپاتې سولې او امنيت د راوستلو او خپلو ماشومانو ته د شونتيا تر کچې د روښانه راتلونکې د جوړولو لپاره هڅې کوي، خپلې ټېنګې ژمنتيا ته دوام ورکړو.”

د امریکا د متحده ايالاتو سفارت تيار دی چې د افغان مقاماتو سره د پېښې په اړه د روانو پلټنو په برخه کې مرسته وکړي او ترسره کوونکي يې عدالت ته راکاږي.