د امریکا د متحده ايالاتو د سفارت له خوا د افغانستان په ملي پوليسو او عامو خلکو باندې د بريد غندنه

30 جون 2016

د امریکا د متحده ايالاتو سفارت، په کابل کې د افغانستان په ملي پوليسو او ملکي خلکو ننی څو مرحله ايز وحشیانه بريد په کلکه غندي. لومړني بريد د پوليسو د روزنيز مرکز نوي فارغان، او دوهم بريد هغه زړور ملکي خلک چې د پېښې زيانمنو او ټپيانو ته د مرستې لپاره يې وردانګلي وو، په نښه کړل. د روژې د مبارکې مياشتې په اوږدو کې د انسانانو د ژوند په وړاندې په ظالمانه توګه بې پروايي او ورته په سپکه سترګه کتل، ډېر ناوړه او کرکجن عمل دی.

مونږ په دغه پېښه کې د زیانمنو شويو کسانو کورنیو او ملګرو ته خپله ژوره خواخوږي څرګندوو او د ټپيانو د بيړنۍ روغتيا هيله من يو. مونږ به د خپلو افغان ملګرو تر څنګ چې، افغانستان ته د امنيت او سولې راوستلو لپاره هڅې کوي، درېدو ته دوام ورکړو.