د نړيوال سوداګریز سازمان سره د افغانستان د يو ځای کېدو په اړه د امريکا د متحده ايالاتو د سفارت اعلاميه

29 جولای 2016

د امريکا د متحده ايالاتو د سفارت، په نړيوال سوداګريز سازمان کې د ۱۶۴م  غړي په توګه د افغانستان د شاملېدو له کبله ‌د افغانستان حکومت او خلکو ته د زړه له کومي مبارکي وړاندې کوي.‌ دغه ستر برياليتوب د سوداګريزو موضوعاتو په برخه کې،‌ د متحده ايالاتو د نړيوالې پراختيايي ادارې  (USAID)د اوږدمهاله مرستو په ګډون د متحده ايالاتو او افغانستان تر منځ‌  تر يوې لسيزې زياتو همکاريو څخه وروسته لاسته راغلی دی.‌ د نړيوال سوداګريز سازمان سره د افغانستان په يو ځای کېدو سره به د هغو کوټليو ګامونو په لور چې دغه هېواد د تېرو ۱۵ کلونو په موده کې پورته کړې،‌ د خلکو پام را وګرځول شي او همدارنګه به د دغه هېواد سره مرسته وکړي چې اقتصادي ودې او په سيمه ايزه او نړيواله کچه د ارزښت ترلاسه کولو خپلې موخې ته ورسېږي. د نړیوال سوداګريز سازمان د يوه غړي په توګه به افغانستان د سوداګرۍ،‌ بهرنيو مارکېټونو ته د لاسرسي،‌ او د اقتصادي ودې او عصري کېدو په برخه کې د زياتو فرصتونو څخه برخمن شي.‌

د هغو تخنيکي هڅو په لړ کې چې وار د مخه پیل شوې دي، افغانستان د ټوکيو د ۲۰۱۲ کال په کنفرانس کې ژمنه وکړه چې په ځان د بسيا کېدو لپاره، د خپلو ټوليزو اصلاحاتو د يوې برخې په توګه به د نړيوال سوداګريز سازمان سره يو ځای شي.‌ د نړيوال سوداګريز سازمان سره د يو ځای کېدو د پروسې په بهير کې، اقتصادي‌ غوښتنو ته د لاسرسي د ښه والي لپاره د وسيلې په توګه، افغانستان څو اړخيزه سوداګريزه اجنډا منلې ده؛ او د افغانستان همکارانو په خپل وار سره، د دغه هېواد د اقتصادي ننګونو څخه خپل پوهاوی څرګند کړی دی. د نړيوال سوداګريز سازمان غړي،‌ ټول هغه چې وکولای شي د پانګونې او سوداګرۍ لپاره د مناسب ځای په توګه، د افغانستان موقف دروند کړي، د لا زيات رڼښت، مارکېټ ته د لاسرسي او د وړاندوينې وړ لا زياتو سوداګريزو چاپېريالونو څخه برخمن کېږي.‌

په افغانستان کې د امریکا د متحده ايالاتو سفير مايکل مکېنلي دغې پراختيا ته د هرکلي تر څنګ وايي: ”مونږ دغه برياليتوب ته د رسېدو لپاره د افغانستان د اوږدو کلونو دوامداره هڅې د ستاينې وړ بولو،‌ او په نړيوال سوداګريز سازمان کې د دغه هېواد سره لا زیاتو همکاريو ته سترګې په لار يو.“