اوس د متحده ایالاتو ټول وګړي کولی شي، د خپلې سپینې رایې پاڼې په برېښنايي ډول ترلاسه کړي. هغه ایالت ته په پام سره، چې هلته تاسې د رایې ورکولو شرایط لرونکي یاست، کولی شئ د خپلې رایه ورکولو پاڼه د برېښنالیک، فکس یا انترنټي دانلود له لارې ترلاسه کړئ. د دې چارې د پیلولو لپاره www.FVAP.gov ته مراجعه وکړئ، ترڅو د فیدرال پوست کارت نوی غوښتنلیک بشپړ شي، فورمه پرنټ او لاسلیک یې کړئ او بیا یې په متحده ایالاتو کې د ټاکنو سیمه ییز دفتر ته ولېږئ. موږ سپارښتنه کوو، چې له متحده ایالاتو څخه بهر وګړي باید په هره جنوري میاشت کې د فیدرال پوست کارت غوښتنلیک بشپړ کړي. تاسې باید خپل برېښنالیک (ایمیل) په فورمه کې درج کړئ، ترڅو د ستونزې د رامنځته کېدو په صورت کې، د ټاکنو کارکوونکي وکولی شي، تاسو ته اسانه لاسرسی ولري. که ستاسې ایالت رایې پاڼې یوازې د فکس له لارې وړاندې کوي، نو د خپل فکس شمېره هرومرو درج کړئ. که تاسې په برېښنايي ډول د رایې پاڼې غوښتنه مو کړې وي، او خپل برېښنالیک یا د فکس شمېره مو درج کړی وي، نو تاسې به د عمومي او منځمالې ټاکنې ۴۵ ورځې او په ټولیزه توګه تر ځانګړې، مقدماتي او د فدرال دفترونو د دویم دور ټاکنو ۳۰ ورځې مخکې به د خپلې رایې سپینې پاڼې ترلاسه کړئ. اوسمهال زیاتره ایالاتونه د رایه ورکوونکو د نوملیکنې د تاییدولو وېبپاڼې لري او زیاترو یې په دې برخه کې چې خپل راجستریشن وضعیت او رایه پاڼې تعقیب کړئ، زمینه برابروي.
کله چې د رایې پاڼې مو ترلاسه کړه، تاسې کولی شئ، خپلې ډکه شوې رایې پاڼه، په پاکټ کې ځای پرځای او له یکشنبې تر سې شنبې ۸ بجې په کابل کې د امریکا متحده ایالاتو سفارت سویل ورودي دراوزې سره پست کې واچوئ، ترڅو د برېښنايي پست له لارې متحده ایالاتو ته ولېږل شي. د رایې ورکولو د نېټې د تاییدېدو لپاره کله چې خپله رایه اچوئ، نو KabulACS@state.gov ته ایمیل ولېږئ، ترڅو وکولی شئ، د لاسرسي وړ لیست کې راشئ. که په موقع کې مو غیابي رایه ترلاسه نه کړه، ترڅو بېرته اړوند ایالت ته یې واستوئ، نو تاسې کولی شئ، د ملاتړې رایې په توګه د فډرال غایبې رایې څخه ګټه واخلئ. که ستاسې غیابي رایه پاڼه د FWAB تر لېږلو وروسته راورسېد، نو رسمي رایه پاڼه هم ډکه او ویې لېږئ. ستاسې ایالت به دواړه یو حسابوي. د لا زیاتو معلوماتو لپاره www.fvap.gov ته مراجعه وکړئ.