د امریکا د وګړو د مړینې او شدید ټپي کېدنې په اړه په بیړه د امریکا د وګړو خدمتونو ادارې ACS سره اړیکه ونیسئ. د بهرنیو چارو وزارت وېبپاڼه د هغو مرستو څرنګوالی بیانوي، چې د ACS اداره یې کولی شي، په بهر کې د امریکايي وګړو د مړینې او ټپي کېدو په صورت کې وړاندې کړي.
د ACS اداره د کورنۍ غړو ته هغه لارښوونه چمتو کوي، چې څرنګه په سیمه کې د تدفین او تجهیز چارې برابرې کړې یا یې اجساد امریکا ته ولېږدوي.
- یادونه: د اجسادو پاتې شونو د انتقال لپاره د CDC پروسیجرونو د تطبیق اړتیاوې په دې پورې اړه لري چې جسد مومیايي شوی، سوځول شوی، یا دا چې کوم څوک د ساري ناروغۍ له امله مړ شوی وي.
اوسمهال، کوویډ ۱۹ ویروس په متحده ایالاتو کې د یوې خپرېدونکې (ساري) ناروغي په صفت پیژندل کیږي او هغه کسان چې د نوموړي ناروغۍ له امله مړ شوی وي باید د اجسادو پاتې شونې د فدرال قانون د ۴۲ کوډ د ۷۱.۵۵ برخه چې د اجسادو لېږد متحده ایالاتو ته په کې یادونه شوی، باید تر لاندې شرایطو صورت ومومي:
- جسدونه باید سوځول شوی وي یا
- په سمه توګه مومیايي شوي او په سمه بڼه د تابوت په دننه مهر او موم شوی وي. او یا
- جسدونه د CDC څانګې د مسوول له خوا جواز ولري. د CDC جواز (که د اجرا وړ وي) باید د اجسادو د لېږد پرمهال موجود وي.
- د هغو جسدونو د لېږد جواز چې د ساري ناروغیو له امله مړ شوی وي، د CDC نړیوال مهاجرت او قرطین اداري عملیاتي څانګې ته په 7100–488–770 شمېره کې د زنګ وهلو یا د دغه dgmqpolicyoffice@cdc.gov بریښنالیک له لارې ترلاسه شي.
مهرباني وکړئ اضافي معلوماتو لپاره د CDC لارښود وګورئ.
د ACS ادارې له هېواده بهر مړینې په تړاو همدارنګه قونسلي راپور چمتو کوي، ترڅو کورنۍ یې په حقوقي تعقیب کې یې د مړینې د اثبات په توګه ترې ګټه واخلي. د یادونې وړ ده چې، د ACS اداره د مړینې تصدیق تر وړاندې کېدو مخکې نه شي کولی، له هېواده بهر د مړینې قونسلي راپور چمتو کړي.
سفارت په خواشینی سره د اجسادو د لېږد یا د جنازې د تشیع د نورو لګښتونو په اړه کومه بودیجه په لاس کې نه لري. د ACS اداره د اړوندو سندونو او مدارکو سره امریکا ته د اجسادو په لېږد کې به مرسته وکړي او د اړتیا وړ مقدماتو باندې به څارنه وکړي، خو ټول لګښتونه د کورنۍ پرغاړه ده. په داسې حال کې چې له هوايي لارې د جسدونو لېږد ډېر قیمته تمامېږي او ډېر وخت ته اړتیا لري، نو تاسو کولای شي چې په افغانستان کې د سیمه ایز تدفین مراسمو څخه کار استفاده وکړئ.
د لازیاتو معلوماتو لپاره، مهربانی وکړئ د افغانستان لپاره د اجسادو لیږد د راپور برخې (PDF 70.7 KB) ته مراجعه وکړئ