د امریکا متحده ایالات د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د ننۍ اعلامیې هرکلی کوي چې د ټاکنو نېټه يې د ۱۳۹۷ کال د چنګاښ ۱۶ مه ټاکلې ده.
د منظمو ټاکنو دایرول د یوې روغې ولسواکې ټولنې د ځانګړتیاوو څخه ګڼل کېږي. د پارلماني ټاکنو ترسره کول خورا ارزښتمنه چاره ده او خلکو ته موقع برابروي تر څو د هغوی د بنسټيز حق په کارولو سره خپل قانون جوړونکي استازي وټاکي. متحده ايالاتو او نورو نړيوالو تمويلوونکو ژمنه کړې دي چې د ټاکنو د خپلواک کمېسیون سره په ګډه کار وکړي ترڅو په ټاکنو کې اړين اصلاحات پلي کړي، د نوماندانو د نوم لیکنې او ټاکنیزو سياليو لپاره عملي او تدارکاتی چمتووالی ونیسي، او د افغانستان امنیتي ځواکونو ته د نړیوالو ځواکونو سره په نږدې همغږۍ کې د ټاکنو د امنیت د ټینګښت لپاره موقع برابره کړي.
د افغانستان د خلکو د ريښتينې ارادې د ښوودلو په موخه، اړينه ده چې ټاکنې په رڼه، عادلانه او د باور وړ توګه دايرې شي. د همدې موخې لپاره، د دغه رڼښت نه بېلېدونکې برخه د پراخو مشورو او هوکړو په لاره اچولو ته اړتيا لري چې د ټاکنو بهير ته دغه توان وربښي تر څو د هېواد د سياسي ټيکاو او د هغو د اړونده بنسټونو د مشروعيت په موخه پر مخ لاړ شي. متحده ايالات د افغانستان د مدني ټولنې او سياسي مشرانو څخه غواړي چې دغې اجماع ته د لاسرسي لپاره د ټاکنو د خپلواک کمېسيون سره خپلو ګډو هڅو ته دوام ورکړي، او د دغو ټاکنو د سمښت او رڼښت څخه د ډاډ ترلاسه کولو په موخه د دغو هڅو سره مرستې کولو ته ژمن واوسي.