کابل، افغانستان – متحده ایالات، د ۲۰۲۱ کال د مارچ پر ۸ مه نېټه افغانستان ته د استرا زنکا سروم موسسې له خوا تولید شوی کویدشیلد واکسین د ۴۶۸۰۰۰ دوزه رسېدل تبریک وايي. د واکسین دغه ټولګه د (COVAX Advance Market Commitment) د لارې، چې د کوویډ ۱۹ واکسین ته د عادلانه لاسرسي په برخه کې یوه نړیواله طرحه ده، شونې شوه. متحده ایالات په دې وروستیو کې اعلان کړی، چې (COVAX Advance Market Commitment) طرحې ته د – هغو ۴ ملیاردو ډالرو پلان شوې پیسو – سربېره ۲ میلیارده ډالره نور چمتو کوي، چې په دې سره، متحده ایالات د کرونا واکسین د همغږي کوونکي بنسټ (کواکس) سره په تر ټولو سترو مرستندویانو بدل شوی دی. افغانستان د سیمې په هېوادونو کې لومړنی هېواد دی، چې د کواکس له لارې د کوویډ ۱۹ واکسین ترلاسه کوي.
د متحده ایالاتو د سفارت مرستیال یان مک کري وویل: “متحده ایالات د کوویډ ۱۹ سره د مبارزې په برخه کې، چې نړیوالې روغتیا ته یوه بې ساری ګواښ دی، د افغانستان تر څنګ ولاړ دی. د دغه پانډمي ماته، یوه نړیواله ننګونه ده او متحده ایالات له هېواده بهر او په دننه، د دغه ناروغي له خپرېدا څخه د مخنیوي په برخه کې هڅه کوي. موږ د یوبل په مرسته، کولی شو، چې کوویډ ۱۹ ته ماته ورکړو او راتلونکو ګواښونو ته د ځواب وینې لپاره ځانونه چمتو کړو.”
د امریکا د متحده ایالاتو د نړیوالې پرمختیايي ادارې له لارې د کرونا واکسین د همغږي کوونکي بنسټ (کواکس) سره د متحده ایالاتو مرستې، په ۹۲ کم عایدو او بېوزلو هېوادونو کې، زیانمنونکو او له ګواښ سره مخ وګړو ته د کوویډ ۱۹ واکسین له پیرېدلو او چمتو کولو څخه ملاتړ کوي. دغه ملاتړ، د دغه پانډمي د مهارولو، د نویو بڼو او ډولونو د څرګندېدو لړۍ د ټکنی کولو او د نړیوال اقتصاد د بیا ښېرازولو په برخه کې، ډېر مهم دی.
متحده ایالات همدارنګه له نورو مرستندویانو سره کار وکړي، ترڅو د کواکس د بنسټیزو اړتیاوو د پوره کېدو په موخه، خپلې ژمنتیاوې زیاتې او پرځای کړي. د متحده ایالاتو دولت، د کوویډ ۱۹ پر وړاندې د واکسیناسیون نړیوالو هڅو د ملاتړ په موخه، له شریکانو او دولتونو سره خپلو همکاریو ته ژمن دی.
متحده ایالات، د عامې روغتیا د خوندیتوب او د دغه پاندمي د خپریدا په بهیر کې کوویډ ۱۹ ته د څو سکتوریز غبرګون د پياوړتیا په موخه، له خپلو افغان شریکانو سره له نژدې مرستې کړې. دغه همکارۍ، د دغه وایروس د څارنې لړۍ د پیاوړتیا، مخنیوي او کنترول، له ناروغانو څخه د مراقبت، د دغه پاندمي د کنترول په برخه کې د عامه پوهاوي کچې لوړتیا او د وګړو د ژوند ژغورولو لامل شوي ده.
سربېره پر دې د متحده ایالاتو او افغانستان ترمنځ تلپاتی مشارکت، د کوویډ ۱۹ د څواړخیزو اغېزو کچې په راټیټولو کې مرسته کوي. متحده ایالات، د دغه پاندمي د خپرېدا له پیله، د امریکا د متحده ایالاتو د نړیوالې پرمختیايي ادارې له لارې، کوویډ ۱۹ ته د ځواب وینې په موخه، له افغانستان سره نژدې ۳۸ میلیونه ډالره مرسته کړې ده.