موږ د افغانستان پر ښارونو د طالبانو له تاوتریخوالو ډک نوي بریدونه غندو. دغه چاره، تېره ورځ د طالبانو له خوا د نیمروز ولایت مرکز زرنج ښار نیولو، نن ورځ پر شبرغان د هغوی بریدونو، د هلمند ولایت مرکز لشکرګاه ښار او د نورو ولایتونو د مرکزونو د نیولو لپاره د هغوی هڅو ته شاملېږي.
د زور له لاري د خپل حاکمیت په موخه د طالبانو دغه اقدامات د منلو وړ نه دي او د دوحې د سولې پروسې په لړ کې د خبرو له لارې له سیاسي حل لارې څخه د ملاتړ په تړاو د هغوی له ادعاوو سره ښکاره ټکر لري. هغوی د عامه او ملکي کسانو د هوساینې او حقونو په اړه له ځانه تر ټولو ژوره بې غوري ښيي او په دغه هېواد کې بشري ناورین لا پراخوي.
موږ له طالبانو څخه غواړو، چې له دایمي او هراړخیز اوربند سره هوکړه وکړي او د سولې په خبرو کې په بشپړ ډول برخه واخلي، د افغانستان د خلکو رنځونه او کړاوونه پای ومومي او د یوې سیاسي حل لارې لپاره چې د ټولو افغانانو په ګټه ده او دا تضمینوي، چې افغانستان د بیا لپاره د تروریستانو پر امن پټنځای نه بدلېږي، لاره هواروي.