په افغانستان کې د تروريستي بريدونو اړوند په کابل کې د امريکا د متحده ايالاتو د سفارت د ځانګړي شارزدافېر سفیر هوګو لارِنس بيانیه

د امريکا د متحده ايالاتو سفارت د کابل پرونی تروريستي بريد چې د پارلمان د کارکوونکو په ګډون د ۳۸ تنو د وژل کېدو او د ۷۰ تنو بې ګناه افغانانو د ټپي کېدو لامل شو، په کلکو ټکو غندي. مونږ همدارنګه د کندهار د والي په دفتر د بدمرغه بريد چې په پايله کې يې لږ تر لږه ۱۰ تنه ووژل شول او د افغانستان لپاره د متحده عربي اماراتو د سفير او نورو ډيپلوماټانو، افغان مهمو سياسي څېرو، د کندهار د مرستيال والي او د پارلمان د غړو په ګډون ۲۱ تنه نور په کې ټپيان شول، غندنه کوو. او په همدې توګه د هلمند په ولايت کې هغه ځانمرګی بريد غندو چې د ملکي او پوځي کارکوونکو په ګډون يې لږ تر لږه لس تنه ووژل.

مونږ د دغو بې مانا او ډارنو بريدونو د قربانیانو کورنيو او ملګرو ته د زړه له کومي د ډاډګېرنې مراتب وړاندې کوو او د ټپيانو د بيړنۍ روغتيا هيله لرو. مونږ په دې اند يو چې افغانستان د سولې او امنيت وړ دی نه د داسې قصدي وژونکو بريدونو چې بې ګناه افغانان د خپلو هېوادوالو د خدمت په بهير کې قرباني کړي. د متحده ايالاتو حکومت او خلک د ترورېزم سره د مبارزې او د سوله ايزې او روښانه راتلونکې لپاره د هڅو په برخه کې د افغانستان د خلکو او د هغوی د ټاکل شويو استازو سره ژمن دي او و به اوسي. مونږ به دغه راز وحشيانه بريدونو ته – د يو ځل او د تل لپاره – د پای ټکي اېښودو په برخه کې، د افغانستان د ملي وحدت حکومت او خلکو تر څنګ ولاړ پاتې شو.