د امریکا د متحده ايالاتو سفارت، په کابل کې د افغانستان په ستره محکمه پرونی هغه مرګونی بريد په کلکه غندي چې لږ تر لږه ۲۱ بېګناه افغانان يې ووژل او د ۴۰ تنه نور يې ټپيان کړل. دا په افغانستان کې د ولسواکۍ او د قانون د حاکميت پر بنسټ بريد دی. هغه تروريستان چې داسې ناوړه کړنو ته لاس اچوي د انسانانو ژوند ته هېڅ ارزښت او درناوی نه لري، او دا کړنه يې د يوه ولسواکه عدلي سېسټم پر وړاندې د کرکې او نفرت څرګندونه کوي.
مونږ په دغه پېښه کې د وژل شویو کسانو کورنيو او ملګرو ته د زړه له کومي د ډاډګېرنې مراتب وړاندې کوو او د افغانستان د امنيتي ځواکونو چټک غبرګون د ستايلو وړ بولو.
مونږ باور لرو چې افغانستان د داسې عمدي او مرګونو بريدونو په ځای چې بېګناه افغانان خپلو هېوادوالو ته د خدمت په بهير کې په نښه کړي، د سولې او امنيت وړ دی. د متحده ايالاتو دولت او خلک د افغانانو او د هغوی د منتخبو استازو څخه د تروريزم سره د مبارزې، او د داسې سوله ايزې او سوکاله راتلونکې د جوړولو لپاره د هڅو په برخه کې چې د عدالت او د قانون د حاکميت په بنسټ ولاړې وې، د ملاتړ په خپله ژمنه ولاړ دي او همداسې به پاتې شي. مونږ د افغانانو پر وړاندې د داسې وحشیانه بريدونو د ختمولو لپاره د ملي وحدت حکومت او د افغانستان د خلکو تر څنګ ولاړ يو.