د امریکا د متحده ايالاتو سفارت، په کابل کې نني مرګوني بريدونه په کلکو ټکو غندي. د هغو افغان نارینه او ښځو په نښه کول چې خپل ژوند يې د خپلو هېوادوالو چوپړ او دفاع ته ډالۍ کړی دی، لکه چې نن طالبانو ترسره کړ، د بې پايه وحشت څرګندونه کوي. د دغو بدمرغه بريدونو په پايله کې مونږ د ټولو افغانانو په غم کې ځانونه شریک بولو، دغه راز بريدونه د افغانستان د روښانه راتلونکې د خوندي کېدو په موخه د نه ستړې کيدونکو زيارونو او هڅو د دوام لپاره، يواځې زمونږ د عزم او ارادې د لا ټينګښت او پياوتيا لامل ګرځي. زه په دغه ناولې پېښه کې د وژل شویو کسانو کورنيو، ملګرو او همکارانو ته د زړه له کومي ډاډګېرنه وړاندې کوم او د ټپيانو د بيړنۍ روغتيا هیله لرم.
