د کابل ښار د بريد په اړه د امريکا د متحده ايالاتو د سفارت د ځانګړي شارزدافېر، سفیر هوګو لارِنس اعلاميه

زه د کابل ښار ننی بدمرغه بريد په کلکو ټکو غندم. په دې وروستيو کې، ځينو تاوتريخوالی پرېښود او درک يې کړه چې سوله او خبرې اترې د افغانستان روښانه راتلونکې ته د رسېدو يواځينۍ لار ده. په خواشينۍ سره ځينې کسان شته چې لا تر اوسه هم نه غواړي افغانان په سوله کې ژوند وکړي، او د هغه پر ځای، د بېګناه ملکي خلکو په وژلو او معيوبولو باندې ټينګار کوي. مونږ په‌دې‌توګه، په دغه بدمرغه او خونړي بريد کې د وژل شويو کسانو کورنيو، ملګرو او همکارانو ته د زړه له‌کومې ډاډګېرنه وړاندې کوو او د ټپيانو د بيړنۍ روغتيا هيله‌من يو. د دغه بريد وحشت او بېرحمي د يوې خوا ټولو امريکايانو ته دغه واقعیت ور په زړه کوي چې ولې په دغه مبارزه کې ښکېل یو؛ او د بل پلوه د افغان متحدينو سره زمونږ د ژمنې او پيوستون د ټينګېدو لامل ګرځې. غواړم د افغانستان د شريف ملت پر وړاندې يو ځل بيا ټينګار وکړم چې د تاسو څخه د خپل ملاتړ په ژمنه ولاړ يو او سوله ايزې او روښانه راتلونکې ته د رسېدو لپاره به خپل ګډ کار او زيار ته دوام وکړو.