9 فبروری 2016
زه د ډلیزو رسنیو کمیسیون ته، د ډلیزو خصوصی رسنیو د تاسیس او فعالیت د مقررې د پیلولو له کبله مبارکي وایم. دغه مقرره د رسنیو، مدني ټولنو او حکومتي استازو د پراخو همکاریو پایله ده. زه په ځانګړې توګه په یادې مقررې کې د ژورنالستانو د حقوقونو د خوندیتوب نوي مادې ستایم. زه تمه لرم چې د یادې مقررې په پلي کولو سره، په افغانستان کې به آزادو او فعاله رسنیو ته د پرمختګ زمینه برابره شي.