زه په کابل کې ننی بې مانا او وحشیانه بمي برید او ترسره کوونکي یې په کلکو ټکو غندم. زه د پېښې قربانيانو او د هغوې کورنيو ته د زړه له کومي ډاډګېرنه وړاندې کوو او د ټپيانو د بيړنۍ روغتيا هيله مند یو. زه او د متحده ایالاتو دولت د افغانستان د زړورو خلکو ترڅنګ ولاړ دي. د افغانانو هڅې د دې هېواد ټولو اوسیدونکو لپاره د سوله ایز او سوکاله راتلونکي د جوړولو لپاره د هغو ترهګرو او نورو کسانو لپاره ښه ځواب دی چې یوازې تاوتریخوالی پیژني.