د نوروز د رارسېدو په وياړ د باندنيو چارو وزير ټېلرسن پیغام

ډېر خوښ يم چې نن د نوروز د تاريخي جشن د رارسېدو په پار چې د پسرلي او نوي کال د راتګ نښه ده، ټولو هغو کسانو ته چې په ټوله نړۍ کې دغه ورځ لمانځي، مبارکي ووايم او هغوی ته د خوښۍ او سوکالۍ څخه د ډک نوروز هيله وکړم.

د افغانستان، آذربایجان، چین، ګرجستان، هند، ایران، عراق، قزاقستان، قرغزستان، پاکستان، روسیې، سوریې، تاجکستان، ترکیې، ترکمنستان، او ازبکستان د خلکو، او د سوېلي او مرکزي آسيا او د فارس خلیج د زيات شمېر نورو اوسېدونکو په ګډون د نړۍ په ګوټ ګوټ کې میلیونونه تنه دغه ورځ د کال د نوي کېدو او بيا زېږون په توګه د کورنيو او ملګرو په راټولېدو سره لمانځي. نن به يو زيات شمېر امريکايان هم دغه جشن ولمانځي، تر څو د نوي نسل سره د خپلو نيکونو دود او رواج شريک کړي.

نوروز په راتلونکي کال کې د هيلو او ښه ژوندانه د ليدلو لپاره يوه غوره فرصت ګڼل کېږي. مونږ په ډېره لېوالتيا سره د نوي پسرلي راتګ ته په تمه او یو تربله د نوروز د لمانځلو لپاره سترګې په لار يو، او هيله کوو چې دغه نوروز ټولو ته سوله او نېکمرغي راولي.