18 اګست 2016
د ولسمشر اوباما او د امریکا د خلکو په استازيتوب، د افغانستان خلکو او حکومت ته د هېواد د خپلواکۍ د بېرته ترلاسه کولو د ۹۷مې کليزې په وياړ مبارکي وايم.
سره له دې چې افغانستان د زیاتو ننګونو سره مخامخ وو او بې شمېره قربانۍ یې وزغملې، ننۍ ورځ د لمانځنې وړ ده. د افغانستان خلک په تېرو ۱۵ کلونو کې د پوهنې، روغتيا، بنستيزو چارو، د ښځو حقونو، اقتصادي فرصتونو او د رسنيو د آزادۍ په برخه کې د پام وړ پرمختګ په ګډون، په ډېرو سترو لاسته راوړنو بریالي شوي دي.
افغانستان د لا زیاتې ولسواکه او خوندي راتلونکې په لور د پرمختګ په حال کې دی. د لاسته راوړنو په لمانځنه کې مونږ د تاسو تر څنګ ولاړ يو، او ستاسو د مېړانې، هاند او هڅو، او په راتلونکو کلونو کې د لاسته راوړنو د زياتولو لپاره ستاسو د ژمنو درناوی کوو.
د افغانستان د خلکو پر وړاندې زمونږ ژمنتيا کلکه او پياوړې ده، او د دواړو هېوادونو تر منځ د دوستۍ او همکارۍ ټينګښت او پراختيا ته سترګې په لار يو.