د روژې د مياشتې په وياړ د ولسمشر بیانیه

5 جون 2016

د روژې د مبارکې مياشتې د رارسېدو په وياړ، ميشل او زه د امريکا په متحده ايالاتو او د نړۍ په ګوټ ګوټ کې ټولو مسلمانانو ته مبارکي او خپلې نېکې هيلې وړاندې کوو.

د ډېرو کسانو لپاره، دغه مياشت د غور کولو او معنوي ودې، بخښنې، صبر او استقامت، د بېوزله انسانانو سره د مرستې او شفقت، او په ټولنو کې د يووالې موقع ده. هر هغه درس چې په دې وخت کې يې زده کوو، په خپل ذات کې ژور ګڼل کېږي، او يو تر بله يوه همغږې بشپړتيا را منځ ته کوي. همدارنګه، د کال په اوږدو کې دغه موده، زمونږ دسترخوانونو ته د ښو خوړو د راتګ لامل ګرځي، هماغسې چې په ټوله نړۍ کې کورنۍ او ګاونډيان روژه ماتي ته سره راټولېږي.

دلته په متحده ايالاتو کې، لکه څرنګه چې زمونږ ملت په خپله ډول ډول دی مونږ د مسلمانې ټولنې د نعمت څخه هم برخمن يو. زمونږ په هېواد کې داسې خلک ژوند تېروي چې مخينه يې زمونږ د ملت کېدلو د لومړنيو پړاوونو سره تړلې ده، او داسې کسان هم ژوند کوي چې نوي دلته راغلي دي. د امريکا په ګوټ ګوټ کې ډاکټران، حقوق پوهان، ښوونکي، پوهان، ټولنيز کارکوونکي، ملکي کارکوونکي او پوځيان ټول هره شپه يو ځای روژه ماتوي.

له دې کبله چې امريکايي مسلمانان دغه مبارکه مياشت يو ځای سره لمانځي، مونږ ته را ښيي چې ټول يوه امريکايي کورنۍ يو. زه په غوڅه توګه، د ټولو هغو غږونو پر خلاف چې غواړي مونږ سره بېل کړي او يا زمونږ ديني او مدني حقونه محدود کړي، د امريکايي مسلمانو ټولنو تر څنګ ولاړ يم. زه د دين يا توکم په پام کې نيولو پرته، د ټولو امريکايانو د مدني حقونو د ساتنې لپاره ژمن پاتې کېږم. زه د ګډ انسانيت په لمانځنه او د ټولو لپاره په سوله او عدالت باندې ژمن يم.

د تأمل او غور په دغه مياشت کې، مونږ هغه ميليونونه تنه انسانان چې د جګړو او شخړو له امله په ټوله نړۍ او زمونږ په ګاونډ کې د خپل کور او کلي څخه بېځايه شوي، نه شو هېرولای. سږ کال يو زيات شمېر مسلمانان نه توانېږي چې په خپل کور کې په هوسا توګه د روژې مياشت ولمانځي، او يا هم نه شي کولای چې د خپلو ماشومانو سره د اختر ورځې په خوښۍ تېرې کړي. مونږ ښايي په ګډه خپلو هڅو ته دوام ورکړو تر څو د دغو خلکو درد او رنځ کم کړو. دغه سپېڅلی وخت، مونږ ته هغه ګډې ژمنې را په زړه کوي چې د بشر د هر يوه تن د شان، مقام او منزلت څخه د ملاتړ او درناوي پرته بل څه نه دي. مونږ به خپل هېواد ته د مسلمانانو په ګډون د کډوالو او پناه غوښتونکو ښه راغلاست ته دوام ورکړو.

لکه هماغسې چې ما د ولسمشرۍ د کار په بهير کې دغه چاره تر سره کړې ده، په زياته لېوالتيا به په دغه ځانګړي مناسبت – او سږ کال د روژې د مياشتې په پای کې د اختر په خوښۍ – د امريکايي مسلمانانو پر مخ د سپينې ماڼۍ د دروازو د پرانيستو پاتې کېدو په تمه يم. زما د ولسمشرۍ د وروستي جشن په توګه د روژې د مبارکې مياشتې په لمانځلو سره، نه شم کولای د کومې بلې غوره لارې څخه په امريکا او ټوله نړۍ کې د مسلمانانو لاسته راوړنې او برخه اخيستنه وستايم. د روژې نېکمرغه مياشت مو مبارک!