6 جولای 2016
سهار مو نېکمرغه!
څوارلس کاله مخکې د سپټمبر په یوولسمه، زمونږ پر هېواد د القاعده د بريد څخه وروسته، متحده ايالاتو د دغو تروريستانو او طالبانو پر ضد چې هغوی ته يې پناه ورکړې وه، په افغانستان کې جګړه پیل کړه. کلونه وروسته او زمونږ د پوځيانو، استخباراتي ټولنې، ډيپلوماټانو او پراختيايي متخصصينو د زړورو هڅو په پایله کې، مونږ وتوانېدو چې القاعده د خپلو اډو څخه وشړو، او د افغانستان د خلکو سره مرسته وکړو چې طالبان را وپرځوي او په ځای يې يو ولسواک دولت رامنځته کړي. مونږ د القاعده مشرتابه ته شل کوونکي ګوزارونه ورکړل. مونږ اسامه بن لادن د عدالت منګولو ته وسپاره. او مونږ افغان ځواکونو وروزل تر څو د خپل امنيت مسئولیت په خپله په غاړه واخلي.
شويو پرمختګونو ته په کتو، نږدې يو نیم کال مخکې، د ۲۰۱۴ کال د ډسمبر په مياشت کې، د امريکا جګړه ايز ماموريت په مسئولانه ډول پای ته ورسېد. د سرتېرو د ۱۰۰ زره کسيزې شمېرې په انډول چې مونږ يو مهال په دغه ځای کې درلوده، نن په افغانستان کې په ډېره کمه کچه سرتېري چې تر ۱۰ زرو لږ دي، پاتې شوي دي. د هغوی د مخکيني ماموريت په پرتله چې په جګړه کې په مخامخ توګه ګډون وو، اوس زمونږ ځواکونه په دوو محدودو ماموريتونو تمرکز لري: د افغان ځواکونو روزل او هغوی ته د مشورو ورکړه، او د هغو پوځي عملیاتو څخه ملاتړ چې د القاعده د پاتې شونو او د داعش په ګډون د نورو تروريستي ډلو پر ضد تر سره کېږي. لنډه دا چې، آن که مونږ د هغو کسانو پر وړاندې چې زمونږ امنيت ګواښي يو اوږدمهاله حالت خپل کړی هم وي، بيا هم، له دې وروسته مونږ په افغانستان کې په ځمکنيو عملياتو کې ښکېل نه يو.
آن دغه محدود ماموريتونو هم د ګواښونو او خطرونو څخه تش نه دي. د تېر يوه نيم کال په موده کې، ۳۸ تنو امريکایي پوځي او ملکي مامورينو زمونږ د امنيت د خوندي کولو لپاره په افغانستان کې خپل ژوند د لاسه ورکړ. مونږ د هغوی سرښندنې د وياړ او ستاینې وړ بولو. مونږ په دواړو حالتونو کې، د غم او رنځ په زغملو او د برم او وياړ په احساسولو کې د هغوی د کورنيو تر څنګ درېږو. او مونږ د هغه ماموريت تر سره کولو ته چې هغوی ورته سرښندنې کړې دي، ټینګه اراده او هوډ لرو.
دغه ماموريت يواځې تر امريکا پورې نه دی تړلی. په افغانستان کې زمونږ د متحدينو او همکارانو شمېر ۴۱ ته رسېږي، هغه ائتلاف چې د خپلو ۶۰۰۰ سرتېرو په شتون سره يې خپله وڼډه اخيستې. د افغانستان خلک او دولت زمونږ همکاران دي او د متحده ايالاتو سره د اوږدمهاله ستراتيژيکو همکاريو څخه ملاتړ کوي. په ريښتينې بڼه، افغانان د پرمختګ په لور ګام پورته کولو ته دوام ورکوي. او دا دی دوه کاله په بشپړېدو دي چې افغان امنيتي ځواکونو د خپل هېواد د امنيت خوندي کولو مسئولیت په پوره ډول په غاړه اخيستی. هره ورځ، ۳۲۰ زره د پوځ سرتېري او پوليس د دندې په ترسره کولو بوخت دي او د خپل هېواد څخه د دفاع په لار کې خپل ځانونه نذرانه کوي.
افغان ځواکونه توانېدلي دي چې د طالبانو او نورو تروريستي شبکو پر وړاندې د اوږدمهاله جګړو سربېره، په ټولو سترو ګڼ مېشتو ښارونو، د ولايتونو مرکزونو، ډېری لويو لارو او د ولسواليو په ډېری مرکزونو کنټرول ولري او امنيت يې خوندي کړي. افغان ځواکونه د طالبانو د بريدونو په شاتمبولو بريالي شوي او هغوی يې د ځينو سيمو څخه شړلي دي. په همدې مهال، مونږ په دې وروستيو کې د طالبانو مشر ملا اختر محمد منصور هم له منځه يووړ.
د دې ټولو سره سره، په افغانستان کې امنيتي حالت څپ څپانده دی. افغان امنيتي ځواکونو سربېره پر دې چې د ښه والي په حال کې دي خو په هغه کچه چې تمه يې کېده، لا تر اوسه نه دي ځواکمن شوي. زمونږ په مرسته، هغوی تر اوسه هم هڅه کوي چې د استخباراتو، لوژستيک، د الوتنې د تخنيک يا هوانوردۍ، سوق او ادارې په ګډون خپلو مهمو وړتياوو ته پراختيا ورکړي. په همدې حال کې، طالبان لا هم د يوه ګواښ په بڼه کې شتون لري. هغوی په ځينو برخو کې ځينې سيمې هم لاندې کړې دي، او هغوی د کابل په ګډون په افغانستان کې بم اېښودلو او انتحاري بريدونو ته دوام ورکړی دی. له دې کبله چې طالبان په قصدي توګه عامه ملکي وګړي په نښه کوي، زیات شمېر افغان نارينه، ښځې او ماشومان وژل کېږي. په نړۍ کې د کډوالو بحران ته په کتو، ميليونونه تنه افغانانو خپل کور کلی پرې اېښی او نور زيات شمېر يې د خپل هېواد څخه د تېښتې په حال کې دي.
اوس، غواړم د ولسمشر او د وسله والو ځواکونو د اعلی سرقوماندان په توګه په روښانه توګه بيان کړم پرې به نږدم چې افغانستان يو ځل بيا زمونږ په هېواد د بريدونو د ترسره کولو لپاره د تروريستانو په امن پټن ځای بدل شي. له همدې مخې زه د ملي امنيت د ټيم له غړو او په افغانستان کې د مېشتو قوماندانانو سره يو ځای، زمونږ ستراتيژي په دوامداره توګه تر غور او څېړنې لاندې نيسم. د دغو ټولو څېړنو په بهير کې په ساحه کې د پېښو شويو واقعيتونو په لارښوونه، دا په ګوته کوو چې کومې برخې اغېزمنې دي او ښايي دوام وکړل شي او کومې نورې بيا بدلون ته اړتيا لري. له همدې مخې ما وخت په وخت تعدیلات او اصلاحات پلي کړي دي. د بېلګې په توګه، د ځواکونو د وتلو د بهير ورو کول، او په دې وروستيو کې د متحده ايالاتو ځواکونو ته د نويو واکونو ورکړه تر څو په پوځي عملياتو کې د ځمکې او هوا د لارې د افغان ځواکونو ملا وتړي. زه په ژوره توګه په دې اند يم چې ښايي خپلو افغان همکارانو ته د برياليتوب تر ټولو غوره فرصتونه برابر کړو ـ ځکه په دې کې زمونږ د خپل ملي امنيت ګټې نغښتې دي ـ په تېره بيا د دې ټولو سرښندنو او سترو بوديجو د لګولو وروسته چې مونږ د اوږدو کلونو په ترڅ کې په افغانستان کې پانګه کړې دي.
په تېر پسرلي کې د ائتلاف د ځواکونو د قوماندانۍ تر اخيستو وروسته، جنرال نیکلسن د افغانستان امنیتي وضعیت او زمونږ د پوځي شتون څرنګوالی تر بشپړې ارزونې او څېړنې لاندې ونيو. د روان وضعيت څخه نوې منظره، مونږ ته خورا ګټوره پرېوته. د جنرال نیکلسن، د دفاع وزير کارټر او جنرال ډانفورډ د وړانديزونو پر بنسټ، او د ملي امنيت د ټيم د غړو، او همدارنګه د کانګرس، د افغانستان د دولت او خپلو نړيوالو همکارانو سره د پراخو مشورو او خبرور وروسته، دا دی په خپل پوځي وضعيت کې نوي اضافي تعديلات اعلانوم.
د روان کال په پای کې ۵۵۰۰ سرتېرو ته د ځواکونو د شمېر د کمښت په ځای، متحده ايالات د راتلونکي کال تر پايه او زما د ولسمشرۍ د دورې تر بشپړېدو، په افغانستان کې خپل ۸۴۰۰ سرتېري ساتي. زمونږ د ځواکونو لپاره د محدودو ټاکل شويو ماموريتونو څرنګوالی بدلون نه مومي. هغوی به افغان ځواکونو ته د روزنې او د مشورو په ورکړه، او د تروريستانو په تعقيبولو خپل تمرکز ته دوام ورکړي. د افغان ځواکونو د وړتياوو او د امنيتي شرایطو په اړه زمونږ د ارزونو او څېړنو پر بنسټ، په دغه ټاکل شوې کچه زمونږ د ځواکونو ساتل به مونږ ته لاره هواره کړي تر څو د افغان ځواکونو د وړتياوو د ښه والي لپاره د کومک په موخه، خپل ملاتړ ته دوام ورکړو. مونږ به په جلال آباد او کندهار کې د ائتلاف د اډو څخه د ځمکې او هوا له لارې د افغان ځواکونو په ملاتړ وتوانېږو. او همدارنګه مونږ د تروريستانو پر ضد د مهمو عملياتو د ترسره کولو څخه خپل ملاتړ ته دوام ورکړو.
د افغانستان د دولت او خلکو څخه د متحده ايالاتو په اوږدمهاله ملاتړ باندې، په يو ځل بيا ټينګار کولو سره به ننۍ پرېکړه زمونږ د متحدينو او همکارانو سره د هغوی د ژمنو د عملي کېدو په برخه کې هم مرسته وکړي. لکه څرنګه چې خبر ياست، سبا زه وارسا ته روان يم تر څو د ناټو په غونډه کې ګډون وکړم او په ترڅ کې يې د خپل ائتلاف د متحدينو او همکارانو، د افغانستان د ولسمشر غني او اجرائيه رئيس عبدالله سره خبرې اترې وکړم. زمونږ ډیری متحدینو او همکارانو لا وار د مخه خپلې پوځي او مالي ژمنې اعلان کړې دي، نو له همدې مخې مونږ کولای شو د دغې لسيزې تر پایه د افغان ځواکونو ځواکمنولو ته دوام ورکړو. په وارسا کې د ناټو ناسته به متحدينو او همکارانو ته موقع برابره کړي تر څو خپلې مرستې اعلان کړي او يا په خپلو کړيو ژمنو يو ځل بيا ټينګار وکړي. زه ډاډه يم چې هغوی به د دې موقع څخه ګټه واخلي، ځکه په افغانستان کې امنيت او ټيکاو زمونږ د حياتي ګټو سره غوټه شوی دی.
زما ننۍ پرېکړه طالبانو او نورو ټولو هغو کسانو ته هم چې د افغانستان د پرمختګ مخالف دي، روڼ پیغام استوي. کلونه تېرېږي چې د افغانستان د خلکو پر وړاندې مو جګړه په لاره اچولې، خو په دغه جګړه کې بریالي شوي نه ياست. افغان امنيتي ځواکونه پرمختګ او ځواکمنېدو ته دوام ورکوي. د افغانستان د خلکو لپاره د نړیوالې ټولنې او متحده ايالاتو ژمنې به دوام ومومي. يو ځل بيا يې تکراروم ـ دغه نښتو ته د پاي ټکي اېښودلو او د افغانستان څخه د ټولو بهرنيو ځواکونو د بشپړو وتلو لپاره يوازينۍ لار د افغانستان د دولت او طالبانو تر منځ يوې تلپاتې او پايښت لرونکې سياسې حل لارې ته رسېدل دي. دا يوازينۍ لاره ده او بس. له همدې کبله متحده ايالات د افغانانو په مشرۍ د سولې د بهير څخه خپل ټينګ ملاتړ ته دوام ورکوي، او د همدې دليل له مخې، مونږ په سيمه کې د ټولو هېوادونو څخه غواړو چې تروريستانو ته د امن پټن ځايونو برابرول دې نور ودروي.
په پای کې، زما ننۍ پرېکړه زما ځایناستي ته په افغانستان کې زمونږ د شتون د راتلونکې لپاره يو ډېر ښه موقعيت په ګوتو کې ورکوي. د جنورۍ په مياشت کې، د متحده ايالاتو راتلونکی ولسمشر د وسله والو ځواکونو د اعلی سرقوماندانۍ دروند مسئولیت، د متحده ايالاتو امنيت او د امريکا د خلکو د ساتنې دروند پېټی په اوږو اخلي. دغه پرېکړه چې زه نن اعلانوم، دا تضمينوي چې زما ځایناستی به په افغانستان کې د پرمختګ د دوام او همدارنګه د تروريزم د خطر سره د مقابلې لپاره د نرمښت د وړتيا په برخه کې د ټينګ بنسټ درلودونکی وي.
په پای کې غواړم د يوې موضوع په اړه چې د ډېری امريکايانو-ـ په تېره بيا زمونږ د سرتېريو او د هغوی د کورنيو چې زمونږ د امنيت لپاره، درانده بار ته د اوږې ورکولو جوګه شوي دي -ـ په ذهنونو کې ګرځي، په مخامخ بڼه يو څه ووايم. کله چې مونږ څوارلس کاله مخکې افغانستان ته سرتېري واستول، ډېرو کمو امريکايانو انګېرلې وه چې مونږ به دلته د اوږدې مودې لپاره پاتې کېږو. د ولسمشر په توګه، ما خپله ستراتيژي د افغان ځواکونو په رامنځته کولو او هغوی ته د روزنې په وړاندې کولو متمرکزه کړې وه. زه د اوږده مهال راهيسې په دې اند يم چې دا د افغانانو مکلفیت دی چې د خپل هېواد څخه دفاع وکړي. لکه څرنګه چې مونږ د افغان ځواکونو په روزنه او وړتياوو ټينګار کاوه، اوس مونږ په دې توانېدلي يو چې خپلې ډېرۍ ځکمنۍ جګړې ودروو، او خپل ۹۰ سلنه سرتېري بېرته هېواد ته ستانه کړو.
آن کله چې مونږ د سولې لپاره هم کار کوو، ښايي د نړۍ واقعيتونه هماغسي چې دي، په پام کې ونيسو. او هغه څه چې په افغانستان کې تر ګواښ لاندې دي، مونږ نه شو هېرولای. دلته القاعده هڅه کوي چې بيا راژوندی شي. دلته، داعش د خپل شتون د پراختيا لپاره هڅو ته دوام ورکوي. که چېرې دغه تروريستان د خوندي سيمو او پټن ځايونو په لاسته راوړلو کې بريالي شي، چې وکولای شي هلته روزنې ورکړي او د نورو بريدونو تابيا ونيسي، خامخا به زمونږ پر وړاندې لا زياتو بريدونو ته لاس اوږد کړي. مونږ نه غواړو چې داسې پېښه وشي. او زه نه پرېږدم چې داسې څه پېښ شي.
په راتلونکې سپټمبر کې به، د سپټمبر د يوولسمې د بريدونو پنځلسم کال بشپړ شي. يو ځل بيا به مونږ د ټولو هغو کسانو په وياړ ـ که امريکايان وو او يا د نړۍ د نورو برخو وګړي ـ چې په دغه پېښه کې يې خپل ژوندونه د لاسه ورکړل، د يوې شېبې لپاره چوپتيا غوره کړو. مونږ به د هغوی د کورنيو تر څنګ پاتې شو چې لا تر اوسه هم د خپلو عزيزانو د لاسه تلو په ماتم کړېږي. مونږ به د هغو کسانو تر څنګ پاتې شو چې د پېښې څخه ژوندې پاتې شوي خو ټپونه يې تر اوسه تازه دي. مونږ د لومړنيو خدماتو د ټولو هغو وړاندې کوونکو څخه منندوی يو چې د پېښې پر مهال يې د نورو خلکو مرستې ته ورودانګل. او تر ټولو مهمه دا چې، مونږ خپلو ټولو يونيفورم لرونکو نارينه او ښځينه کارکوونکو ـ د سپټمبر د يوولسم نسل ته ـ چې په افغانستان او د نړۍ په نورو برخو کې زمونږ د امنيت د خوندي کولو لپاره دنده ترسره کوي، سلام او درنښت استوو. د هغو دوه زره او دوه سوه هېوادپالو امريکايانو په ګډون چې په افغانستان کې يې خپل ژوند د لاسه ورکړ، مونږ د ټولو هغو کسانو ياد ژوندی ساتو چې سرښندنې او ځان تېرېدنې يې کړې دي. لکه څرنګه چې په دې باور يو، راځئ هغه پرمختګونه چې د دوی د خدماتو په پايله کې شوني شول، هېڅکله هېر نه کړو.
افغانستان يو غوره، مناسب او بې عيبه ځای نه دی. افغانستان د نړۍ د تر ټولو بېوزلو هېوادونو څخه يو دی. د هغه پوځي ظرفيت جوړول چې مونږ يې تمه لرو، زيات وخت ته اړتيا لري. د هغو ننګونو په پام کې نيولو سره چې ورسره مخامخ دي، د راتلونکو اوږدو کلونو لپاره به د افغانستان خلک د نړۍ د هېوادونو ـ د ټولو په سر کې د امريکا د متحده ايالاتو ـ اوږدمهاله همکاريو ته اړتيا ولري. زمونږ په ملاتړ، افغانستان د مخکې په پرتله په خورا ښه ځای بدل شوی دی. ميليونونه تنه افغان ماشومان، هلکان او نجونې، په ښوونځيو کې په لوست بوخت دي. د عامې روغتيا په برخه کې د پام وړ پرمختګونه د میندو او نويو زېږېدلو ماشومانو د مړينې د کچې د ټيتېدو لامل شوي دي. افغانانو د ولسواکو ټاکنو په ترڅ کې خپلې رايې په خپله خوښه صندوقونو ته واچولې، او د هېواد په تاريخ کې د لومړي ځل لپاره په سوله ايزه توګه د واک د لېږد شاهدان وو. د ملي وحدت حکومت د دې تر څنګ چې په تېر کال کې يې د عوايدو په راټولولو کې بې مخينې ريکارډ ټينګ کړ، په کلکه توګه هڅه کوي چې پراخ اصلاحات پلي کړي، تر څو خپل هېواد ځواکمن، او د وخت په تېرېدو سره نړيوالو مرستو ته د اړتيا کچه ټيټه کړي.
د افغانستان دولت د تروريزم پر ضد د مبارزې په برخه کې زمونږ ځواکمن همکار دی. دغه پرمختګونه زمونږ د مرستو په مټ تر سره شوي دي. دا هغه پرمختګ دی چې زمونږ د سرتېرو، ډيپلوماټانو، او پراختيايي پرسونل د مرستو له امله شونی شوی دی. دا هغه پرمختګ دی چې مونږ د هغه پر بنسټ کولای شو د افغانستان د خلکو او د ائتلاف د همکارانو سره خپلو همکاريو او ګډون ته دوام ورکړو او ويې ساتو. ځکه زه ټینګ باور لرم چې زما ننۍ پرېکړه به د افغانستان، متحده ايالاتو او ټولې نړۍ په ګټه وي.
خدای دې ټول سرتيري او ټول هغه کسان چې زمونږ د خونديتوب لپاره دنده تر سره کوي وساتي. خدای دې د امريکا متحده ايالات وساتي.