متحده ایالتونه د هغې لویې جرګې د ګډونوالو ستاینه کوي چې د اګست پر ۷ به غونډه وکړي او له سولې نه ملي ملاتړ به پیاوړی کړي. موږ پوهیږو چې دوي به د طالبانو له نوملړ څخه دپاتو بندیانو د چټک خلاصون پریکړه وکړي، د بین الافغاني مذاکراتو د پېلولو په وړاندې وروستی خنډ. د دې بندیانو پر وخت خوشې کیدلو وروسته، طالبانو ژمنه کړې چې، له ملي ټیم سره چې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ځواک او ګڼه ګوڼتوب استازیتوب کوي، په خبرو کې به ګډون کوي. طالبانو دغه راز ژمنه کړې ده چې د خبرو په مهال، چې اړخونه به پکښې د اوږدې او بې رحمه جګړې د ختمولو پر سیاسې لاروچارو پریکړه وکړي او پر یوه تلپاتي اوهراړخیز اوربند به هوکړه وکړي، په تاوتریخولي او مرګ-ژوبلې کې به د پام وړ کموالی راولي. متحده ایالتونه اراده لري چې طالبان پر دغو ژمنو ټنیګ وساتي.
موږ منو چې د دغو بندیانو خلاصون شهرت نلري. خو دغه ستونزمن عمل به یوه مهمه پایله ولري چې له ډیرې مودې راهیسې یې افغانان او د افغانستان ملګري غواړي: اورکم او نیغې خبرې چې د سولې تړون او د جګړې پایله رامنځته کړي. له ۴۰ کلنې جګړې، وینې بهیولواو ورانۍ وروسته، جهتونه چمتو دي چې په یوه داسې سیاسي بهیر پیل وکړي چې د خبروله لارې جوړجاړي ته ورسیږي.
متحده ایالتونه له ولسمشر غني او ډاکټر عبدالله، د ملي پخلاینې د عالي شورا مشر، او دلویې جرګې د ګډونوالو په ګډون له نورو افغان مشرانو غوښتنه کوي چې له دې تاریخي فرصت نه د داسې سولې لپاره کار واخلي چې ګټه یې ټولو افغانانو ته ورسیږي او له سیمیز اونړیوال امنیت سره مرسته وکړي.
د ټرمپ اداره له افغانستان سره زموږ شراکت ته ژمنه پاتې ده. د تل په څیر، متحده ایالتونه یوخپلواک، یوموټی او ولسواک افغانستان غواړي چې له ځان او له ګاونډیو سره په سوله کې وي. په همدې لړ کې، موږ د متحدو ایالتونو د مالیه ورکونکو د پیټي سپکولو او د متحدو ایالتونو ځواکونو ته د ګواښ لږولو ته ژمن یو.
له افغانستان څخه د ترهګرو ګواښونه باید بیا هیڅکله متحدو ایالتونو او متحدینو ته یې پیښ نشي. موږ چمتو یو چې خپلو افغان امنیتي شریکانو ته د پام وړ امنیتي مرستو ته دوام ورکړو تر څو دغه موخه ترلاسه شي.
که څه هم د افغانستان راتلونکې د افغانانو پورې اړه لري چې وې ټاکي، موږ په کلکه د هغو ټولنیزو، اقتصادي او سیاسي پرمختیاوو د ساتنې ملاتړ کوو چې له ۲۰۰۱ راپدې خوا ترلاسه شوي دي. دغو لاسته راوړنو کې د افغانستان دموکراتیک پرمختګ او د ښځو، ماشومانو او لږکیو په ګډون د ټولو افغانانو د بشري حقونو ساتنه او پراختیا راځي.
د دې لپاره چې افغانستان سوله، سوکالي او ځان بسیاینه درک کړي، موږ چمتو یو چې، هغو سیمو ته چې پخوا ورته لږ خدمات رسیدلي د متحدو ایالتونو د پرمختیايي پروګرامونو د غځولو په ګډون، د یوه سوله ایز جوړجاړي ملاتړ وکړو. موږ ژمنه کوو چې د کووید وبا ته د ځواب ورکولو لپاره بشري مرستو ته دوام ورکړو. موږ تمه کوو چې له نورو مرسته کوونکو سره یو ځاې د ژنیو په را روان کنفرانس کې پر دې بحث وکړو چې څنګه په تر ټولو ښه ډول له افغانانو ملاتړ وشي.
پایله کې، موږ د سیمیزو اقتصادي اړیکو او نښلتیا ښه کولو ته ژمن یو. د ګډو بنسټیزو پروژو پرمختیا، د ښې نښلتیا یوه اساسي برخه ده. موږ چمتو یو چې د مالي همکاریو د پرمختیا ادارې ((DFC په څیر د متحدوایالتونو د ادارو لخوا د دغو پروژو ملاتړ وکړو، چې د نورو ترڅنګ په کرهنې او استخراجي معدني صنایعو کې پانګونې ارزوي.
که څه هم د بین الافغاني مذاکراتو د دواړو غاړو پریکړې او رویه به د متحدو ایالتونو د راتلونکو مرستو پر کچې او پراخوالي اغیزه ولري، متحده ایالتونه د یوې پایداره سولې او له افغانستان سره دوامداره شراکت ته د خپل ملاتړ تایید کوي.