د اروپايي ټولنې پلاوي، د استرالیا، کاناډا، چک جمهوريت، ډنمارک، فنلند، فرانسې، جرمني، ایټآلیا هېوادونو ډیپلوماتیک ماموریتونه، په افغانستان کې د ناټو لوړ پوړی ملکي استازی، د هالند، اسپانیا، سویډن، انګلیستان او متحده ایالاتو هېوادونه ټول د ترورونو، سړي تښتونې او د حیاتي زیربناوو ویجاړول، چې زیان یی په مستقیمه توګه د افغانستان خلکو ته رسېږي، غندي. دغه تاوتریخوالي، د مدني، قضايي، رسنیزې، مذهبي، روغتیايي، دولتي ملکي استازي کوم چې د یو سوله ییز او هوسا افغانستان لپاره اړین دی، ته متوجه دی.
طالبان د دا ډول هدفي تاوتریخوالو د ډیری پیښو مسوولیت پر غاړه لري، او د دوی بریدونه دولتي ادارې کمزوري کوي او د یو نا امنه چاپېریال له رامنځته کېدو سره مرسته کوي، چې په هغه کې تروریستي او جنایتکارې ډلې کولی شي، په آزاده توګه فعالیت وکړي. موږ له افغان دولت څخه غواړو، چې د دغو بریدونو په تړاو په کارنده او شفافه توګه څېړنه وکړي، ترڅو ډاډ ترلاسه شي، هغه کسان، چې د افغانستان د خلکو په وړاندې تاوتریخوالي ترسره کوي، پېژندل کېږي او محاکمه کېږي.
نړیواله ټولنه، د افغانستان د خلکو په ګټه د انرژۍ، غذايي خوندیتوب، اوبو زېرمې او د سړک جوړولو په برخه کې په دغه هېواد د پام وړ، پانګونه کړې ده. موږ د حیاتي زېربناوو دوامداره تخریب، لکه د سړکونو ورانول، د تیلفوني شبکو د پایو نړول او د برېښنا پایو منفجرول، چې د طالبانو له خوا ترسره کېږي، غندو. دغه اقدامات، د دې ترڅنګ چې د افغانستان خلکو ته، چې په ټولیزه توګه د لسیزو جګړو د دوام له امله د غذايي خوندیتوب، پرمختیا له نشتوالي او اقتصادي ننګونو څخه کړیږي او په دې وروستیو کې د کوویډ ۱۹ د خپرېدو له امله پراختیا موندلې، زیانمن شوي دی.
طالبان باید پر دې پوه شي، چې د دوی له تاوتریخوالي ډک او ورانوونکې کړنې نړۍ په غوسه کوي او که سوله په افغانستان کې ټینګېږي، دغه تاوتریخوالي ته باید د پای ټکی کېښودل شي. موږ د هغو کسانو ترڅنګ یو، چې د یوې سیاسي هوکړې له لارې د جګړې پای ته رسولو ته ژمن دي، داسې سولې، چې د داسې یو هېواد تضمین وړاندې کوي، چې مقتدر، یو موټی او دموکراټیک وي، سوله ییز او له خپلو ګاونډیانو سره سوله ییزې اړیکې ولري، د بشرحقونو، پرمختیا او د تېرو ۱۹ کلونو اقتصادي لاسته راوړنو ساتنه وکړي. موږ همدا راز د سولې، عدالت او پرمختیا ته د رسېدو په برخه کې، د افغانستان له خلکو سره په خپل هوډ ولاړ یو. موږ تمه لرو، چې طالبان تاوتریخوالي، د حیاتي زېربناوو ویجاړولو ته د پای ټکي په اېښودلو او سولې ته په ژمنتیا سره، د افغانستان د ټولو خلکو په ګټه، له افغانستان خلکو څخه خپل ملاتړ وښيي.