په افغانستان کې د تروريستي بريدونو په اړه د ملي امنيت د سلاکار د وياند نِډ پرایس اعلاميه

د امریکا متحده ايالات د کابل پرونی تروريستي بريد چې د پارلمان اړونده ودانۍ يې په نښه کړې او د شاوخوا ۳۸ تنو د وژل کېدو او ۷۰ تنو نورو افغانانو د ټپي کېدو لامل شو، په کلکه غندي. د پارلمان په ودانيو او د خلکو په استازو بريد، په روښانه توګه د ولسواکه بنسټونو د رامنځته کولو لپاره د افغانستان په هڅو بريد دی.همدارنګه مونږ په کندهار ولايت کې پرونی تروريستي بريد چې لږ تر لږه ۷ تنه په کې ووژل شول او د متحده عربي اماراتو د سفير او نورو ډيپلوماټانو په ګډون ۱۸ تنه نور ټپيان شول، او د هلمند په ولايت کې هغه ځانمرګی بريد چې د ملکي او پوځي کارکوونکو په ګډون يې لږ تر لږه ۷ تنه ووژل، په کلکو ټکو غندو. مونږ د دغو بريدونو د ځوابولو لپاره د افغانستان د پوليسو او نورو امنيتي ځواکونو هلې ځلې د ستاینې وړ بولو او عدالت ته د دغو جنایاتو د مرتکبينو د راکاږلو په برخه کې د افغانستان د حکومت د هڅو بشپړ ملاتړي يو. لکه څرنګه چې مونږ د خوندي، ټيکاو لرونکي او هوسا افغانستان د جوړولو لپاره په ګډه سره کار کوو، د امريکا متحده ايالات به په همدې توګه د افغانستان د خلکو او حکومت تر څنګ ولاړ پاتې شي.