28 فبروری 2016
د امریکا د متحده ايالاتو سفارت، په کابل او کنړ کې پروني تروريستي بريدونه چې د لسهاوو بېګناه ملکي وګړو د وژل کېدو او د ډېرو نورو د ټپي کېدو لامل شول، په کلکه غندي. د افغانستان ولس د بېګناه ملکي خلکو پر وړاندې د بريدونو پر ځای، د سولې او امنيت وړ او تږی دی. مونږ په دغه بريد کې د وژل شويو کسانو کورنیو او ملګرو ته ډاډګېرنه وړاندې کوو او د ټپيانو د بيړنۍ روغتيا هيله لرو. مونږ به د سولې د يوې داسې پروسې څخه خپل ملاتړ ته دوام ورکړو چې جګړو او ټولو هغو بېرحمانه بريدونو ته چې ملکي خلک په نښه کوي، د پای ټکی کېږدي.