د زړورو ښځو د نړیوالې جایزې ګټونکې ظریفه غفاري باندې د برید هڅې د غندلو لپاره
د امریکا متحده ایالاتو د میدان وردګو د مرکز میدان ښار د ښاروالې ظریفه غفاري د ترور وروستۍ هڅه، په کلکو ټکو غندي. نوموړې د ۲۰۲۰ ز. کال د زړورو ښځو د نړیوالې جایزې ګټونکې ده او دا پر هغې شپږم برید دی، چې نوموړې ترې ژوندې راوځي.
لکه څرنګه چې مو مخکې څرګنده کړي ده، هغه کسان، چې د تاوتریخوالي او وحشت له لارې غواړي د افغانستان په سیاسې راتلونکي کې ونډه ولري، په هېڅ صورت به ګټونکی نه وي. ښځې په افغانستان کې او د نړۍ په نورو برخو کې په ټولیز ډګر کې راوتلي او عملا کار کوي. په دوحه کې د سولې روانې خبرې اترې په افغانستان کې د تلپاتې او هراړخیزې سولې د ټینګښت لپاره یو ښه فرصت دی. د ویرې او وحشت د خپراوي لپاره، له تاوتریخوالي څخه ګټه اخیستنه یوازې د سولې دغه لړۍ کمزوری کوي. د مېرمن غفاري او د افغانستان د نورو زړورو ښځو د غږونو د غلی کولو لپاره به هیڅ هڅه بریالی نشي.