په افغانستان کې د روغتيايي مراقبتونو په اړه د سفیر هوګو لارِنس وينا

ډېر لږ شیان دي چې د يوه هېواد د سوکالۍ لپاره، د هغه د وګړو تر روغتيا زيات ارزښت لري. د لومړنيو روغتیایي مراقبتونو ننګونې چې افغان کورنۍ ورسره مخامخ دي، ګواښونکې او آن په ځينو حالاتو کې ویجاړوونکې دي. د دې سره سره چې ډېره کمه داسې پېښېږي چې عادلانه او د باور وړ روغتیایي مراقبتونو ته د لاسرسي خبر د افغانستان د ورځپاڼو په لومړي مخ کې وليدل شي، خو بيا هم، دا هغه مسئله ده چې زه په سفارت کې د اړونده متخصصينو د ټيم سره هره ورځ ورباندې تمرکز لرم. ځکه چې بريالي او روغ افغانان په دغه هېواد کې د ټولنيز عدالت لپاره اصلي اړتيا ده او همدارنګه د افغانستان د راتلونکي پرمختګ لپاره يو اړين عنصر ګڼل کېږي.

افغانستان په ۲۰۰۲ کال کې د هر عملي لامل پر بنسټ چې وو، د روغتيايي مراقبتونو فعال سېسټم نه درلود. د طالبانو په دوره کې دغه حالت، د نړې د هېوادونو په کچه د روغتيايي مراقبتونو تر ټولو ناوړه وضعیت انځور کړی وو. د دغې دورې په ترڅ کې هر کال، په زرګونو افغانان د دليل څخه پرته او په بې مانا توګه د ناروغيو څخه رنځېدل او زیات شمېر نورو بيا د لومړنيو روغتيايي مراقبتونو د نه شتون د وجې، خپل ژوند د لاسه ورکاوه. د هغو نيوکو د شتون سره سره چې د يوه داسې هېواد په ټوليزو ننګونو باندې تمرکز لري چې عملاْ د روغتيايي مراقبتونو بنسټ نه لري، د پام وړ پرمختګونه ترسره شوي دي. په ريښتينې توګه، افغانستان د تېرو ۱۵ کلونو په بهير کې خلکو ته د روغتيايي خدماتو د وړاندې کولو په برخه کې کوټلي ګامونه پورته کړي دي. د بېلګې په ډول، د طالبانو په دوران کې د روغتيايي مراقبتونو د بشپړ نه شتون څخه، نن ۶۰ سلنه افغانان د روغتيايي مرکزونو څخه د ۴۵ دقیقو پلي تګ څخه زيات واټن نه لري. دغه اغېزمنې لاسته راوړنې، د تېرو ۱۵ کلونو په ترڅ کې د میندو او نويو زېږېدلو ماشومانو د مړينې د کچې په راټېټېدو کې منعکسې شوې دي. واقعیت دا دی چې نن، د متحده ايالاتو او نړيوالې ټولنې په مرسته، افغانستان د عامې روغتيا يو ځواکمن سېسټم رامنځته کړی دی چې د افغانانو په تېره بيا د ښځو او ماشومانو د روغتيا د غوره والي د دوام لپاره یو بنسټ برابروي. د امريکا د متحده ايالاتو د نړيوالې پراختيايي ادارې د زيات شمېر پروګرامونو په پايله کې، مونږ ډاکټرانو، نرسانو او قابله ګانو ته اړونده زده کړې برابرې کړې دي او په دې توګه د راتلونکو کلونو لپاره د روغتيايي مراقبتونو د وړاندې کولو تخصص ورلېږدول شوی دی. اوسمهال افغانستان د لرې پرتو سيمو په ګډون، تر ۲۰ زرو زيات ټولنيز روغتيايي کارکوونکي لري چې نږدې نيمه برخه يې د امريکا د متحده ايالاتو د نړيوالې پراختيايي ادارې له خوا روزل شوي دي.

لکه څرنګه چې ما يادونه وکړه، مونږ د افغانستان د عامې روغتيا وزارت سره په ډېره جدي توګه کار کوو تر څو د مور او نوې زېږېدلي ماشوم د ژوند ابقاء تضمين شي. په خواشينۍ سره چې په افغانستان کې ګڼ شمېر میندې د زېږون پر مهال مري او لږ شمېر ماشومان کولای شي تر پنځه کلنۍ پورې ژوندي پاتې شي. دغه حقیقت، زمونږ د ژمنې د ټينګښت لامل ګرځي او مونږ د نورو زياتو کارونو ترسره کوول ته هڅوي. د امريکا د متحده ايالاتو د نړيوالې پراختيايي ادارې پانګونو د ښځو او د هغوی د کورنيو سره مرسته کړې تر څو د زېږون مخکې دورې د خدماتو څخه نېولې بيا د ماشومتوب تر منظمو واکسينونو پورې ټول اړين روغتيايي خدمات په ښه کیفیت سره ترلاسه کړي.

زه پوهېږم چې تر اوسه هم زیات کارونه شته چې نه دي ترسره شوي، او زه د تاسو سره وعده کوم چې متحده ايالات د عامو خلکو د ورغتيا څخه د ډاډمنېدو په هڅو کې، د افغانستان سره اوږه په اوږه ولاړ پاتې کېږي. د امريکا متحده ايالات او نور مرستندوی هېوادونه بايد د نورو سره د مرستې په خپله همدې تګلاره روان پاتې شي، تر څو د افغانستان د زړورو او شريفو خلکو په ګډون په ټوله نړۍ کې د خلکو د روغ ژوند لپاره چې وړتيا يې لري، مرسته وکړي.