19 دسمبر
شارزدافیر هوګو لارِنس، په افغانستان کې د امريکا د متحده ايالاتو د چارسمبالي سفير په توګه کار پیل کړ. شارزدافیر هوګو لارِنس، په افغانستان کې د امريکا د متحده ايالاتو د چارسمبالي سفير په توګه کار پیل کړ.
شارزدافیر لارِنس چې مخکې يې هم د ۲۰۱۲ کال څخه تر ۲۰۱۳ کال پورې په کابل کې د امريکا د متحده ايالاتو د مرستيال سفير په توګه دنده ترسره کړې وه، افغانستان ته بيا راغلی دی تر څو په افغانستان کې د امریکا د متحده ايالاتو د یوې وروستۍ لسيزې د ماموریت د هغو روانو هڅو مشري وکړي چې په افغانستان کې د ولسواکۍ د ټينګښت، د اقتصادي ودې او سیاسي ټيکاو د پياوړې کېدو، او د روغتیا، ښوونې او روزنې او د جنسيت پر بنسټ د حقوقو په برخو کې د دولت د لاسته راوړنو د دوام لپاره کار کوي. شارزدافیر لارِنس دغه مسئوولیت تر سفير مايکل مکېنلي وروسته په غاړه واخيست چې تر دريو کلونو د زياتې مودې لپاره يې په افغانستان کې دنده تر سره کړه او د روان کال د ډسمبر په ۱۸ مه نېټه د کابل څخه بېرته ستون شو. شارزدافیر لارِنس چې مخکې يې هم د ۲۰۱۲ کال څخه تر ۲۰۱۳ کال پورې په کابل کې د امريکا د متحده ايالاتو د مرستيال سفير په توګه دنده ترسره کړې وه، افغانستان ته بيا راغلی دی تر څو په افغانستان کې د امریکا د متحده ايالاتو د یوې وروستۍ لسيزې د ماموریت د هغو روانو هڅو مشري وکړي چې په افغانستان کې د ولسواکۍ د ټينګښت، د اقتصادي ودې او سیاسي ټيکاو د پياوړې کېدو، او د روغتیا، ښوونې او روزنې او د جنسيت پر بنسټ د حقوقو په برخو کې د دولت د لاسته راوړنو د دوام لپاره کار کوي. شارزدافیر لارِنس دغه مسئوولیت تر سفير مايکل مکېنلي وروسته په غاړه واخيست چې تر دريو کلونو د زياتې مودې لپاره يې په افغانستان کې دنده تر سره کړه او د روان کال د ډسمبر په ۱۸ مه نېټه د کابل څخه بېرته ستون شو.
شارزدافیر لارِنس وايي: “د زيات شمېر هغو ځايونو په منځ کې چې تر اوسه مې د خپل مسلکي کار په اوږدو کې هلته دنده ترسره کړې ده، د افغانستان تر ژور اغېز لاندې راغلی یم، ځان بختور احساسوم چې دلته د کار کولو، او د دواړو هېوادونو په ارزښتمن ګډون او همکارۍ کې د ونډې اخيستنې موقع يو ځل بيا برابره شوې ده.” شارزدافیر لارِنس زیاتوي:”د زړه له کومي به کوښښ وکړم تر څو د افغانانو لپاره د غوره راتلونکې د ډاډمنېدو په برخه کې زمونږ د خلکو تر منځ د ملګرتيا دوه اړخيزې اړيکې، لا ټينګې او پياوړې کړم”. شارزدافیر لارِنس وايي: “د زيات شمېر هغو ځايونو په منځ کې چې تر اوسه مې د خپل مسلکي کار په اوږدو کې هلته دنده ترسره کړې ده، د افغانستان تر ژور اغېز لاندې راغلی یم، ځان بختور احساسوم چې دلته د کار کولو، او د دواړو هېوادونو په ارزښتمن ګډون او همکارۍ کې د ونډې اخيستنې موقع يو ځل بيا برابره شوې ده.” شارزدافیر لارِنس زیاتوي:”د زړه له کومي به کوښښ وکړم تر څو د افغانانو لپاره د غوره راتلونکې د ډاډمنېدو په برخه کې زمونږ د خلکو تر منځ د ملګرتيا دوه اړخيزې اړيکې، لا ټينګې او پياوړې کړم”.
شارزدافیر لورِنس به په کابل کې د خپلې مېرمنې لي سِټ په ملتيا، په واشنګټن ډي سي کې د ولسمشرۍ د واک د لېږد په بهير کې په افغانستان کې د متحده ايالاتو د ټينګو او ثابتو هڅو مشري وکړي. د قانون د حاکميت او د اداري فساد د ټولو ډولونو سره د مبارزې لپاره د افغانستان سره ګډې هلې ځلې چې د هېواد د پرمختګ مخه ډب کوي، د شارزدافیر لورِنس لپاره د ځانګړيو لومړيتوبونو په سر کې ځای لري. شارزدافیر لورِنس به په کابل کې د خپلې مېرمنې لي سِټ په ملتيا، په واشنګټن ډي سي کې د ولسمشرۍ د واک د لېږد په بهير کې په افغانستان کې د متحده ايالاتو د ټينګو او ثابتو هڅو مشري وکړي. د قانون د حاکميت او د اداري فساد د ټولو ډولونو سره د مبارزې لپاره د افغانستان سره ګډې هلې ځلې چې د هېواد د پرمختګ مخه ډب کوي، د شارزدافیر لورِنس لپاره د ځانګړيو لومړيتوبونو په سر کې ځای لري.