د پارلماني ټاکنو په اړه د سفیر هوګو لارِنس بیانیه

په ټاکلي وخت او په باوري او رڼه توګه د پارلماني ټاکنو ترسره کول هغه اړين ګام دی چې افغانستان يې د ټيکاو، امنیت او ښېرازۍ په لاره کې اوچتوي. زه د رای ورکولو مرکزونو او د رايې اچونې صندوقونو ته د افغانانو د بېرته راګرځولو په موخه د ترسره شويو هڅو د لوړې کچې په ليدو سره ډېر وهڅېدم. د متحده ايالاتو په سفارت کې زما همکاران او زه به د افغانستان خلکو ته د دغې ارزښتمنې او حياتي موخې د ترلاسه کولو لپاره د ټاکنو د خپلواکو کمېسيونونو د نويو ګومارل شویو غړو، د افغانستان د حکومت په ټولو څانګو کې د ملګرو او همکارانو، او د نړيوالو همکارانو سره، په نه ستړې کېدونکې توګه هڅه او هاند وکړو.

د دغې مهمې پروژې د بريالي کولو لپاره د تېرو تجربو کارول خورا ارزښت لري. په ۲۰۱۴ کال کې د تاوتريخوالي د ګواښونو د شتون سره سره، د زړورو او په هېواد مينو افغانانو يوې سترې او بې مخينې شمېرې د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو په ټاکنو کې ګډون وکړ او خپلې رايې يې واچولې. په داسې حال کې چې مونږ ټول پوهېږو چې په ۲۰۱۴ کال کې دغه بهير د پام وړ ستونزې او کمښتونه درلودل، اوس مهال افغانستان ته يوه داسې تاريخي موقع په لاس ورغلې تر څو د دغه ټکي څخه د ډاډه کېدو له لارې اړونده چارې په غوره توګه ترسره کړي چې: د افغانستان خلک وتوانېږي خپل استازي د داسې ټاکنو په ترڅ کې وټاکي چې په ښه، خپلواکه او باوري توګه په لاره اچولې شوې وي. ولسمشر غني او اجرائيه رئيس عبدالله ښايي په ګډه سره د افغانستان ټول سياسي مشران که په دولت کې دي او که په مخالفو ګوندونو کې، سره يوموټی کړي او د ټاکنو د داسې سياليز بهير ډاډمن کړي څخه چې د هر افغان غږ په کې پروت وي.

د افغانستان مشرانو د برياليو ټاکنو ترسره کېدو ته وار د مخه لاره هواره کړې ده. زه د فساد سره د مبارزې، د قانون د حاکميت د دودولو او ټينګښت او د غوره حکومتولۍ د پر مخ بېولو په برخه کې د ملي وحدت حکومت هڅې د ستایلو وړ بولم. په داسې حال کې چې د افغانستان ځوانه ولسواکي ځينې کمښتونه لري، او مخ پر ودې رنځونه ګالي، خو تر دې ځايه يې اوږد مزل وهلی دی. د دغه ولسواک بدلون اصلي وجه د ټاکنيزو اصلاحاتو پلي کول دي چې د دغه بهير د رڼښت لامل ګرځي او د پراخو درغليو د شونتيا کچه ټيټوي. د افغانستان مشران به د عادلانه او خپلواک بهير پر وړاندې د ژمنې په درلودلو سره، داسې پايلو ته د رسېدو په برخه کې ونډه واخلي چې افغانان يې په پراخه کچه ومني او د هېواد د يوموټي توب او ولسواکه راتلونکې د ټينګښت لامل شي.

متحده ايالات د افغانستان د ټاکنيزو او امنيتي بنسټونو څخه خپل ملاتړ ته په وياړ سره دوام ورکوي. ښايي د هېره مو ونه وزي چې دا شیبه د افغانستان ده. پارلماني ټاکنې ښايي د پيل څخه تر پايه د افغانانو په مشرۍ ترسره شي. د افغانستان خلک به دغه تاريخي ټاکنو ته خپل تدبير او چمتوالی ونيسي. په داسې حال کې چې متحده ايالات او زمونږ نړيوال همکاران اړونده لارښونې او ملاتړ برابرولای شي، د ملي وحدت حکومت او ټاکنيز کمېسيونونه ښايي وړ او باوري کسان د ټاکنو د بهير د مديريت لپاره وګوماري. ټاکنې به د نړيوالو مرستو او هڅونو په پايله کې نه، بلکه د افغانستان د مشرانو د پوهې، درایت او غوره لرليد، او په دغه ولسواک بهير کې د ګډون لپاره د افغانستان د خلکو د ټينګې ژمنې په پايله کې برياليتوب ته رسېږي.