د بيړني خپراوي لپاره
د ۲۰۱۷ کال د جون ۱۱مه نېټه
افغانستان د تیرې یوې نیمې لسیزې په اوږدو کې د ښوونې او روزنې په برخه کې د پام وړ ګامونه پورته کړي دي. د ۲۰۰۱ کال په پرتله چې ۶۰۰۰۰۰ ماشومانو په ښوونځيو کې لوست کاوه، اوسمهال دغه شمېره ۸،۷ میلیونو تنو ته لوړه شوې، چې د بېسارې ودې ښکارندويي کوي. د متحده ایالاتو خلک د خپلو افغان ملګرو په دې بریالیتوب باندې ویاړي. افغانستان په دې موده کې لسګونه زره ښوونکي ګومارلي او روزلي دي، او په بېمخینې توګه یې ډېر شمېر ښوونځي جوړ کړي دي. د دې پرمختګونو سره سره، لاهم څه باندې ۳،۵ میلیونه ماشومان د زده کړو څخه بېبرخې دي او زیات شمېر نور خپلې زده کړې بشپړولی نه شي.
د ښوونې او روزنې پرته، افغانان نه شي کولای چې د افغانستان مخ پر ودې اقتصاد کې په بریالیتوب سره ونډه واخلي، هغه څه چې وړ او اغېزناکه ښاریانو ته اړتیا لري. مونږ په سږنې کال کې د افغانستان د دولت له لوري د پوهنې د ملي ستراتیژیک پلان د بیاکتنې هرکلی کوو. دغه پلان زدهکړې ته د لاسرسۍ ترڅنګ اوس پر کیفیت او ښې حکومتولۍ هم ټینګار کوي. یاد پلان د سازمانونو لکه د پوهنې نړیوال مشارکت او د نړیوال بانک زدهکړیزو پروګرامونو همغږۍ او مرستې لپاره اړین ګنل کېږي. هیلهمند یو چې د پوهنې وزارت او مرستندویه ټولنې د زیار او کوښښ په پایله کې دغه دوه پروګرامونه، هغو ماشومانو ته چې ښوونځي ته د تلو په تمه دي، د زده کړې زمینه برابره کړي.
هر ماشوم ټولشموله او کیفیتلرونکو زده کړو ته د لاسرسي حق لري، هېره دې نه وي چې د یوې نیمې لسیزې پرمختګونه په ریښتیني توګه د پام وړ دي. زمونږ یو افغان کارکوونکی د افغانستان د ختیځ څخه د یو کوچني کلي اوسیدونکی دی، کله چې هغه تنکی ځوان و، په کلي کې یوازې یوه لومړني اومنځني ښوونځي شتون درلود. اوس چې نوموړی خپل کلي ته ځي، هلته د ښوونځیو شمېر زیات شوی – یوه د نجونو او یوه د هلکانو لېسه جوړې شوې دي، په دواړو ښوونځیو کې په کافي اندازه زدهکوونکي شتون لري او هغوې په لیوالتیا سره خپلې زده کړې پرمخ بیایی. د دې کلي خلک په دې پوهېدلي چې د یو ښه افغانستان د جوړولو لپاره نجونۍ او هلکان زده کړو ته اړتیا لري. دغه د یوې نیمې لسیزې د پرمختګ يوه ښه بېلګه ده.
زه پوهیږم چې په دې برخه کې لاهم داسې چارې شته چې باید ترسره شي، په ګډه کار کولو به دغو بریالیتوبونو ته ځان رسوو. د متحده ایالاتو د نړیوالې پراختیا ادارې او د پوهنې وزارت په مرسته په تېرو پنځو کلونو کې ۴۷ میلیونه درسي کتابونه ابتدایي زده کوونکو ته په ۳۴ ولایتونو کې چاپ او ویشل شوي دي، موږ تېر کال دغه بهېر ته پراختیا ورکړه او په ۲۴ ولایتونو کې مو ۱۱ میلیونه درسی اضافی کتابونه د لومړنی اومنځني ټولګیو زده کوونکو ته وویشل. د متحده ایالاتو د نړیوالې پراختیا اداره په پام کې لري چې په راتلوونکو پنځو کلونو کې د لومړي څخه تر دولسم ټولګي پورې ۱۳۵ میلیونه درسي کتابونو د هیواد د ټولو ولایتونو زده کوونکو ته په کافی اندازه چاپ کړي.
خوښ یم چې د سږکال په لومړیو کې مو د افغان ماشومانو د لوست پروګرام پرانست چې د امریکا متحده ایالاتو له خوا تمویليږي. دغه پنځه کلن پروګرام ۷۰ میلیونه لګښت لري، او د لومړي ټولګي څخه تر دریم ټولګي پورې د نجونو او هلکانو د لوست مهارتونه لوړوي. مونږ هیله مند یو چې تر یو میلیون څخه زیات ماشومان د دې پروګرام څخه ګته پورته کړي.
په زدهکوونکو ولاړو نوښتونو او عصري ټکنالوژۍ، او یا د نړیوالې ټولنې د تخنیکي مهارتونو څخه په ګټې اخيستنې، افغانستان د کیفیت وړ زده کړو لپاره لوړو پوړونو ته د رسېدلو په حال کې دی. همدغه راز افغانستان کې عامه او ټولشموله ښوونه او روزنه وروستې موخه ده، هغه خصوصي ښوونځي چې د کیفیت وړ ښوونه او روزنه وړاندې کولای شي، د معارف د پرمختګ لپاره ښه بدیل ګنل کېږي، چې باید ورته پراختیا ورکړل شي. زه باور لرم چې ښوونه او روزنه د افغانستان روښانه راتلوونکې لپاره تر ټولو غوره او ډاډمنه لار ده.