د افغانستان اقتصادي ودې په اړه په کابل کې د امريکا د متحده ايالاتو د سفارت د ځانګړي شارزدافېر، سفیر هوګو لارِنس وینا

Alumni reception

افغانستان د اقتصادي اتصال او پیوستون په برخه کي بډای او اوږد تاریخ لري چې لرغون والی یې د وریښمو لارې ته ورګرځي. خو له بده مرغه د څو لسیزو جګړو او شخړو د دغه هېواد اقتصاد ته زیان اړولی، په داسې حال کې چې فرصتونه هم شتون درلود.

مهمه ده چې د افغانستان اقتصادي وضعیت ته ۱۵ کاله وړاندې د طالبانو د رانسکوریدو مخکې نظر واچول شي. کابل او د افغانستان ډېرې برخې د ډېرې لږې زیربنا په لرلو سره د کنډوالۍ بڼه غوره کړې وه. لږ شمېر افغانان د برېښنا څخه برخمن وو او لږو افغانانو له بهر نړۍ سره اړیکې لرلې. د پخواني شوروي اتحاد تیری، ورپسې کورنۍ جګړې او بیا د طالبانو وحشیانه رژیم د افغانستان اقتصادي راکړه ورکړه بې ثباتۍ سره مخامخ کړه، چې پوره بشري مرستو ته یې اړتیا درلوده.

له نیکه مرغه د پام وړ بدلونونه راغلي دي. افغانستان د لسیزو جګړو او شخړو وروسته د ښه کېدو لور ته روان دی چې د افغانانو، د هغوې د رهبرانو او نړیوالۍ ټولنې د ملاتړ او هڅو پایلې ګنل کېږي.

ښوونې او روزنې، روغتیایي پاملرنې، سوداګرۍ او زیربنایي برخو کې د پام وړ ګامونه او پرمختګونه اخستل شوي دی. د افغانستان اقتصاد د طالبانو د دورې په پرتله لس چنده پرمختګ کړی دی، خالص عاید درې برابره شوی او افغانۍ یو ځل بیا خپل ثبات ساتلی دی. د افغانستان حکومت د نړیوال وجهي صندوق، نړیوال بانک او د نړیوال سوداګریز سازمان سره د ارزښت لرونکو افغاني توکو په تولید او صادرولو کې کار کوي چې له مخې به یې افغانستان له اقتصادي اړخه په خپلو پښو ودریږي، او به وکولای شي چې یوځل بیا په نړیواله سوداګرې کې خپل تاریخي ځای خپل کړي.

افغانستان خپل مالي سکتور عصري کوي او نړیوالو پیژندل شویو بانکي معیارونو ته د رسېدلو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي. زه د افغان چارواکو د هغو کړنو چې په ترڅ کې یې افغانستان د نړیوال مالي چارو سازمان د “خړ لست” څخه ووت، هرکلی کوم او هغوې د پیسو وینځلو او د ترهګرۍ تغذیې په وړاندې لا ډېر زیار ته هڅوم.

مونږ ټول د هغه ستونزمن وضعیت څخه چې زیات شمېر افغانان ورسره لاس او ګریوان دي، ښه خبر یو. افغانستان کې اقتصادي ستونزې او بېوزلي عامه شوې ده. اوسمهال د افغانستان اقتصاد مخ په ودې دی، مګر لا هم د دندو رامنځته کولو بهېر  د هغه افغان ځوانانو لپاره چې د کار موندنې لپاره لیواله دي او خپلو کورنیو ته د کافي عاید په لټه کې دي، ورو او پڅ روان دی. هېواد ته د افغانانو بیرته راستنېدل او کمزوري سوداګریز چاپیریال د بیکارۍ زیاتولي او نورو ستونزو زیږولو سره مرسته کړې ده.

زمونږ ګدې هڅې د دولت په جوړولو کې د دېرې مودې راهیسې د خصوصي پانګونې پرځای پر تمویلونکو سرچینو باندې راڅرخیدلې. مګر په حقیقت کې د افغانستان راتلونکی اقتصاد په خصوصي سکتور او سوداګرۍ پورې تړلی دی. هیڅ حکومت نشي کولای چې رفاه او سوکالي “رامنځته” کړي، مګر یوازې دا چې د اقتصادي پراختیا لپاره زمینه سازی وکړي، چې د لسګونو زره افغانانو لپاره د کارموندې په برخه کې ضروري ګنل کېږي. د افغانستان او هند ترمنځ د نوي هوایې سوداګریز دهلیز پرانستل یې ښه بیلګه ګنل کېدای شي. د امریکا متحده ایالاتو حکومت ویاړي چې د افغانستان حکومت سره په سیمه کې د افغاني توکو صادرولو او د نویو بازارانو موندلو برخه کې کار کوي. په دې میاشت کې د  افغانستان سوداګرۍ او صنایعو وزارت په مشرۍ افغان سوداګرو ۱۰۰ ټنه افغاني توکي هند ته صادر کړل. د متحده ایالاتو نړیواله پراختیايي اداره په پام کې لري چې په راتلوونکو میاشتو او کلونو کې د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت سره د توکو د هوایې لېږد  په برخه کې لا دېرې مرستې برابرې کړي.

افغانستان یو شتمن هېواد دی. د کانونو هر راز سرچینې لري، د انرژۍ او برېښنا په برخه کې له دېرو سرچینو څخه برخمن دی، چې په هغه کې تیل، ګاز، سکاره، اوبو، لمر او باد برېښنا شامله ده. دا هېواد د ویاړمن تاریخ، په سیمه کې د ژورو فرهنګي اړیکو او د ډېرو زیرمو برخمن دی. نن ورځ افغانستان نیکمرغه دی چې د داسې مخ پر ودې کاري ځواک څخه برخمن دی چې په نړیوال اقتصاد کې د خپل ځای موندلو لپاره لیوالتیا لري. افغان سوداګر د خپلو توکو لپاره د بازارانو موندلو په لټه کې دي. هو په مونږ پوهېږو چې افغان سوداګر د تاوتریخوالي د دوام سره سره د پرمختګ او نوښتونو لپاره د فرصتونو لپاره هلې ځلې کوي. افغانستان له پیړیو راهیسې په سوداګرۍ کې مخکښ و او زه باور لرم چې افغانان یوځل بیا د رهبرۍ ځای ته ځان رسولای شي.

مونږ د افغانستان حکومت سره د اقتصادي پرمختګ په لور کارکولو لپاره ژمن یو. افغانستان د ښه اقتصادي سیاست، کرهنیز او کانونو سکتورونو کې د پرمختګ په لرلو سره کولای شي چې یوځل بیا د آسیا او لویدیځ ترمنځ د وریښمو تاریخي لار پرانیزي. زه باوري یم چې د افغانستان باثباته او اوږدمهاله اقتصادی پراختیا لپاره یوازنۍ لار د بیروکراسۍ کمېدل او د خصوصي پانګونې ډېریدل دي.

مونږ به د افغان کوچنیو او لویو سوداګریو، بازارونو ته د لاسرسي او د افغانانو ته د هېواد په ګوټ ګوټ کې د کاري فرصتونو لپاره خپلې مرستې جاري وساتو.