امنیتي خبرتیا: په کابل کې د متحده ایالاتو سفارت (د ۲۰۲۱کال د اګست ۱۶)

ځای: کابل

پیښه: د هوايي ډګر په ګډون، د کابل امنیتي وضعیت په چټکۍ سره بدلون مومي. د متحده ایالاتو اتباع باید په خوندي ځای کې لا هم پاتې شي. د متحده ایالاتو اتباع چې غواړي له هیواد څخه په وتلو کې مرسته وغواړي تاسو باید د هر هغه انتخاب لپاره ځان راجستر کړی چې متحده ایالاتو ته د بیرته راستنیدو لپاره پیژندل کیدی شي. د سفارت څخه د مرستې ترلاسه کولو لپاره، د متحده ایالاتو اتباع باید په خپل ګروپ کې د هر مسافر لپاره د بیرته ستنیدو د مرستې غوښتنې فورمه ډکه کړي. په افغانستان کې د متحده ایالاتو اتباعو میرمنې او کوچني ماشومان چې د کډوالۍ ویزو ته انتظار باسي باید دا فورمه ډکه کړي که هغوی غواړي چې له افغانستان څخه ووځي. مهرباني وکړئ یاده فورمه یوازې یو ځل ژر تر ژره ډکه کړئ. تاسو باید دا فورمه ډکه کړئ حتی که تاسو دمخه خپل معلومات په کابل کې د متحده ایالاتو سفارت ته له نورو لارو سپارلي وي.

د الوتنې په اړه د جزیاتو یا تازه معلوماتو لپاره په کابل کې د متحده ایالاتو سفارت ته زنګ مه وهئ. دا فورمه د الوتنو په اړه د علاقمندې د ښودلو یوازینۍ لار ده. هرڅومره ژر چې د پروازونو معلومات مونږ ته لاس ته راغلل، موږ به ستاسو د نوم لیکنې پراساس د بریښنالیک له لارې تاسو ته په مستقیم ډول خبر درکړو.

تر هغه چې تاسو ته د بریښنالیک له لارې  د پرواز معلومات نه وي دﺭکړي شوي تر هغي هوايي ډګر ته د تک نه ډډه و کړئ.  موږ به د دغه پیغام پورې اړوند تازه معلوماتو چمتو کولو ته دوام ورکړو.