په کابل کې د امریکا د سفارت له لوري د امنیت خبرتیا – (اګست 25، 2021)

پیښه: د کابل هوایی ډګر په دروازو کې د امنیتي ګواښونو له امله، موږ امریکایی اتباعو ته مشوره ورکوو چې هوایی ډګر ته له ننوتلو ډډه وکړي.

د هوایی ډګر دروازو ته مه ننوځئ تر هغه چې تاسو د متحده ایالاتو د حکومت استازي څخه شخصي لارښوونې ترلاسه نکړئ.

د متحده ایالاتو اتباع چې په ایبي دروازه ، ختیځ دروازه یا شمالي دروازه کې دي باید سمدستي ووځي.

دا خبرې په پام کې دﺭ سرہ ونيسئ

  • هر وخت له خپل چاپیریال څخه خبر اوسئ ، په ځانګړې توګه د لوې ګڼې ګوڼي په وخت کې۔
  • د ځایي چارواکو په  لارښوونو عمل وکړئ, د خوځښت محدودیتونو اړوند لاﺭښونې تعقیب کړئ۔
  • د بیړني حالت لپاره احتمالي پلان ولرئ او د مسافر لیسټ بیاکتنه وکړئ.
  • د تاﺯه حال مالومولو لپاره ځایی رسنۍ وڅارئ او د تاﺯه معلوماتو پراساس خپل پلانونه تنظیم کړئ.
  • د خبرتیا ترلاسه کولو لپاره په  سمارټ ټریولر انرولمنټ پروګرام کې نوم لیکنه وکړئ، په بیړني حالت کې مو موقیعت اسانه کړئ.
  • په ټویټر او فیسبک کې د بهرنیو چارو وزارت تعقیب کړئ.