د امريکا د متحده ايالاتو د باندنيو چارو وزارت سیاسي مرستيال ټوماس شانون، کابل افغانستان ته سفر وکړ. ښاغلي شانون نن د ولسمشر اشرف غني او اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله په ګډون د افغانستان د حکومتي چارواکو سره ولیدل. ښاغلی سفیر شانون د متحده ايالاتو او افغانستان تر منځ په ټینګ مشارکت او همکارۍ ټينګار وکړ او يو ځل بيا يې د افغانستان د سولې، ښېرازۍ او امنيت لپاره د متحده ايالاتو اوږدمهاله ژمنه څرګنده کړه.
ښاغلی شانون به د متحده ايالاتو د پلاوي د مشر په توګه، د جنورۍ په نهمه او لسمه نېټه د اطريش ويانا ته لاړ شي تر څو د ايران د هستوي پروګرام په اړه د عمل لپاره تر ګډ هر اړخيز پلان لاندې د ګډ کمېسيون په ناسته کې برخه واخلي. په دغه سفر کې به د نوموړی سره د ايران د هستوي هوکړې د پلي کېدلو مشر همغږی کوونکی، سفير ستيو مول او د متحده ايالاتو د اړونده حکومتي ادارو متخصصين ملګرتيا وکړي.