د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند، نید پرایس:
د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن پرون د افغانستان له ولسمشر محمد اشرف غني سره په افغانستان کې د متحده ایالاتو د روان ستراتیژۍ د بیاکتنې په اړه خبرې وکړې. ښاغلي بلېنکن د سولې پروسې، د تلپاتې او عادلانه سیاسي جوړجاړي او د تلپاتې او هراړخیز اوربند لپاره د متحده ایالاتو پر قوي ډیپلوماتیک ملاتړ، ټېنګار وکړ. نوموړی همداراز ټېنګار وکړ چې متحده ایالات به د افغانستان له مشرانو، د ناټو متحدینو او نړیوالو همکارانو سره خپل نږدې مشورو ته دوام ورکړي.